د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي ټولنه: د روغتیايي متخصیصینو په توګه د ښځو له زده کړو ملاتړ کوو

2 دسمبر 2025
اروپايي ټولنه: د روغتیايي متخصیصینو په توګه د ښځو له زده کړو ملاتړ کوو

انځور: EU

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې ویلي، دوی د روغتیايي متخصیصیونو په توګه د ښځو له زده کړو ملاتړ کوي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره لیکلي چې «د ټولو لپاره د خوندي او لاسرسي وړ روغتیايي خدماتونو خوندیتوب خورا مهم دی.»

د اروپايي ټولنې دفتر لیکلي، په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو ملاتړ کوي، تر څو ښځې، نجونې او میندې له حیاتي څارنو برخمنې شي.

دغه بنسټ له دې وړاندې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی وو.

طالبانو پر ښځو او نجونو د نورو سختو محدودیتونو سربېره، په پوهنتونو کې د هغوی پر تحصیل، په ځانګړې توګه د طب په څانګه کې هم پر زده کړو بندیز لګولی دی. دغه محدودیتونو د هېواد په روغتیايي برخه نېغ اغېز کړی دی.

دغو محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسي تر پخوا ډېر محدود کړی او دا به د عمومي روغتیا، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کادرونو له کمښته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، دغې ډلې په پوهنتونونو کې د ښځو پر تحصیل په محدودیت لګولو سره د هېواد روغتیايي سکتور فلج کړی دی.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه