د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعدام کړ

2 دسمبر 2025
طالبانو په خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعدام کړ

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یو تن په خوست ولایت کې د خلکو په وړاندې اعدام شوی دی.

رخشانه: دغه کس نن له ماسپښین مخکې (سه شنبې د لیندۍ ۱۲ مه) د خوست ولایت مرکز کې اعدام شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې له دې کس نه د «منګل» په نوم یادونه شوې او راغلي، چې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د «سجنک» د سیمې اصلي اوسېدونکی او دا مهال د خوست ولایت د علي شېر ولسوالۍ د کوز ابوخاني په سیمه کې اوسېده.

د خبرپاڼې له مخې، منګل د خوست ولایت د علي شېر ولسوالۍ د «کوز ابوخاني» سیمې د اوسېدونکي عبدالرحمن د قصدي قتل په قضیه کې نیول شوی او د دې ډلې په درې واړه محکمو (ابتدایه، مرافعه او تمیز» کې په اعدام محکوم شوی وو.

د دې کس د اعدام حکم د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته تر سره شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارد بنسټ نن سهار په خپله اېکس پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره په خوست ولایت کې د یو تن د اعدامېدو خبر ورکړی دی.

هغه د خلکو په وړاندې د افرادو اعدامول، غیرانساني، ظالمانه سزا او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او د طالبانو له لوري یې د دې ډول سزاو د درېدو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

خوست کې سیمه ییزه طالب چارواکو هم پرون د دې کس د اعدام حکم د پلي کېدو خبر ورکړی وو او له خلکو یې غوښتي، چې نندارې ته یې د دغه ولایت د مرکز خوست ښار سپورتي لوبغالي ته ورشي.

دا په افغانستان د دې ډلې تر بیا واکمنېدو وروسته دوولسم کس دی، چې د طالبانو له لوري د خلکو په وړاندې اعدامېږي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه