د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: افغانستان کې کابو ۱.۵ میلیونه وګړي له جدي معلولیت سره ژوند کوي

3 دسمبر 2025
یوناما: افغانستان کې کابو ۱.۵ میلیونه وګړي له جدي معلولیت سره ژوند کوي

انځور: یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، په افغانستان کې کابو ۱.۵ میلیونه وګړي له جدي معلولیت سره ژوند کوي او ډېری د دغه معلولیتونو د څو لسیزو جګړو پایله ده.

رخشانه: یوناما نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه) د معلولیت لروونکو کسانو د نړیوالې ورځې سره سم پر خپله فسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، ماشومان د جګړې له امله د معلولیت تر ټولو ډېر درد پر غاړه وړي.

دغه بنسټ زیاته کړې: «د معلولیت لرونکو کسانو په دې نړیواله ورځ، موږ د هغو له زړورتیا هرکلی کوو او د ټولو لپاره د یوه ټول ګډونه، عادلانه او تل پاتې افغانستان غوښتونکي یو.»

ملګرو ملتونو هم د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې لیکلي دي، معلولیت لرونکي کسان د افغانستان ټولینز جوړښت نه بېلېدونکې برخه ده.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي «د معلولیت لرونکو کسانو غوښتنې، برخو او حقونو ته باید درناوی وشي. معلولیت لروونکي کسان نه یوازې د ګټې وړ دي، بلکې، په ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو کې هم د پرمختګ عامل دي.»

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د لسیزو جګړو، ډلیزه بې ځایه کېدو، وچکالۍ او کمزورو روغتیايی او اقتصادي سیستمونو په ټول هېواد کې د معلولیت په لوړې کچې کې رول درلود.
د دې بنسټ د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۶.۲۴ سلنه معلولیت لرونکي کسان، له سپک معلولیت، ۴۰ سلنه له منځني او ۹.۱۳ سلنه د معلولیت له شدید ډول سره ژوند کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې «دغه شمېرې موږ دې ته چمتو کوي، تر څو دې ستونزې ته د رسېدنې په پار په جدیت او ژمنتیا سره عمل وکړو. د معلولیت لرونکو کسانو سره نه باید د یوې فرعي موضوع په توګه چلند وشي، هغوی باید د هڅو په ټولو پړاونو په ځانګړې توګه په پلان جوړونې، پرېکړو کولو او خدماتو وړاندې کولو کې ځای ولري.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د معلولیت لرونکو کسانو د ګډون ستراتېژۍ پلي کولو ته دوام ورکوي او په افغانستان کې د معلولیت لروونکو کسانو د ټولو حقونو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کوي.

ملګرو ملتونو یادونه کړې «د ژوند په ټولو چارو کې د دې کسانو ګډول ټولنې ځواکمنې کړې، استقامت یې زیات کړی دی د افغانستان د ټولو وګړو لپاره یې د عادلانه راتلونکې لپاره لار هواروي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه