د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په اوو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۴۱ تنه په دورو وهلي دي

4 دسمبر 2025
طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانه یوه اوونۍ په سمنګان، جوزجان، کابل، هلمند، بلخ، غزني او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۴۱ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان «له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد، غلا، د نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق، له واده بهر جنسي اړیکې او پیسو د جعل» په تورونو په دې اوو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (لیندۍ ۸ مه) د یوې ښځې په ګډون درې تنه «له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد او غلا» په تورونو په سمنګان او جوزجان ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه «له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد» په تور د سمنګان په روی دوآب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې له مخې له یوه تر دوه کلونو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یو تن د «غلا» په تور د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شو او په درې میاشتې تنفذي بند محکوم شو.

یکشنبې د (لیندۍ ۹ مه) ۱۷ تنه د « د نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق، له واده بهر جنسي اړیکې» په تورونو په کابل او هلمند ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

۱۵ تنه د « د نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق،» په تورونو په کابل کې له ۱۰ تر ۲۰ دورو و وهل شول.

دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس په اوه کاله او دوې میاشتې او شپږو میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

دوه تنه «له واده بهر د جنسي اړیکې» په تور د هلمند ولایت په ګرشک او موسی کلا ولسوالیو کې د خلکو پر وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او په شپږ او دوه میاشتو تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (لیندۍ ۱۰ مه) دوه تنه «د الکولي مشروباتو د قاچاق او غلا» په تورونو په بلخ او غزني ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د «الکولي مشروباتو د قاچاق» په تور په بلخ ولایت کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.
معلومه نه ده، چې دغه کس په څومره موده بند محکوم شوی دی.

یو بل تن بیا د «غلا» په تور د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په یو کال او شبږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

چهارشنبې د (لیندۍ ۱۲ مه) یو تن د «الکولي مشروباتو د قاچاق» په تور د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې ۳۹ دورې ووهل شو.

معلومه نه ده، چې دې کس ته څومره موده بند سزا ورکړل شوې ده.

پنشنبې د (لیندۍ ۱۳ مه) ۱۸ تنه د «د نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق او پیسو د جعال» په تورونو په کابل او پکتیا ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

۱۵ تنه د «نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق» په تورونو کابل کې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې له خوا د اوو میاشتو او څلورو کلونو تر منځ موده په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

درې تنه د «پیسو د جعل» په تور د پکتیا ولایت جاني خېل ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي او په شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شول.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه