د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو له څاره تر مخنیوي پورې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې سقط جنین زیات شوی دی

6 دسمبر 2025
د طالبانو له څاره تر مخنیوي پورې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې سقط جنین زیات شوی دی

AP

د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي د جنین«په خپله خوښه سقط کول» په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زیاتوالی موندلی دی.

رخشانه: په دې راپور کې چې تېره ورځ (جمعه د لیندۍ ۱۴ مه) خپور شوی راغلي، افغانستان کې له لسو ښځو سره د سقط جنین په اړه خبرې اترې شوې او یوازې پنځه ښځې چمتو شوې، چې خپلې کیسې بیان کړي.

په (مستعارنوم) یوه ۳۵ کلنه ښځه بهاره ویلي، کله چې د څلورو میاشتو امیدواره وه، د خپل جنین د سقط کولو لپاره یې کابل کې یوه روغتون ته مراجعه کړې وه، خو ډاکترانو هغې ته ویلي، چې دوی د دې کار اجازه نه لري او که چېرې څوک پوه شي، نو دوی به زنداني کړي.

دغه ښځې پر دوام ویلي، د «خپل بې کاره خاوند چې پنځمه لور یې نه غوښته» په لارښوونه یې د «یو ډول بوټي له چای» څخه کار اخیستی او خپل جنین یې سقط کړی دی.

هغې و ویل «خونریز دومره ډېره شوه، چې دویم ځلي اړ شوم روغتون ته ولاړه شم. ډاکترانو ته مې و ویل، چې ولوېدم، خو پوهېدل، چې دروغ ورته وایم، ځکه پر بند مې هېڅ نښه نه وه. هغوی غوسه شول، خو [طالبانو] ته یې راپور ورنه کړ. عملیات یې وکړ او پاتې جنین یې [له بدن] څخه را نه وایست.»

د افغانستان د قانون له مخې د جنین سقط کول غیرقانوني کار دی او یوازې په هغه صورت کې جواز شمېرل کېږي، چې د مور ژوند له ګواښ سره مخ وي، خو په عمل کې هېڅ وخت ښځو ته د دغه ډول کار اجازه نه ورکول کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو پر روغتونو خپل څار زیات کړی دی او طالبان د دې ډلې له خوا د نیول کېدو له وېرې، د جنین سقط کولو ته نه چمتو کېږي. د طالبانو څار د ډاکترانو د وېرې لامل شوی دی او ښځې په پټه د جنین سقط کول ته لارښودې کوي.

دوه نړیوال بنسټونو چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې فعالیت کوي، هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنین سقط کولو د پېښو د زیاتوالي پخلی کړی دی.

په افغانستان کې د جنین سقط کول د طالبانو د مخنیوي او د بوټو له درملو او هغه ګولیو په واسطه چې په درملتونونو کې په غیرقانوني ډول پلورل کېږل، تر سره کېږي. په ځینو وختونو کې ښځې ان اړ کېږي، چې د درانده بار او یا نس ته د ضربې په ورکولو سره خپل جنین سقط کړي.

په (مستعار نوم) حلیمې ویلي دي، د هغه ګولیو پر مټ یې چې له روغتون څخه یې اخیستې وې، خپل جنین له منځه وړی دی. په (مستعار نوم) مریم هم ویلي دی، چې په «ډبره یې د نس» په وهلو سره خپل جنین سقط کړی دی.

د جنین د سقط کولو د مخینوي او له دې پېښو د کره شمېرو د نشتوالي په دلیل، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امیرخېل ویلي «یو شمېر کمې» مېرمنې له دې وضعیت سره مخ دي.

د نسائی ولادي ناروغیو یوې مختصصې ویلي دي، د طالبانو تر بیا راتګ مخکې یې په قدرت سرهد ځينو نجویوګانو په مرسته سقط جنین تر سره کاوه، خو اوس روغتیاپالان د دې کار له کولو وېرېږي.

هغې و ویل، ښځې په روغتون کې د جنین د سقط کولو له غوښتنې وېرېږي: «ډېری ښځې هڅه کوي، چې په کور کې [جنین سقط] سقط کړي او وروسته روغتون ته راځي او وايي چې په خپل سر یې ماشوم زیان کړی دی.»

په (مستعار نوم) ۲۲ کلنې مریم ویلي دي، له امیدواره یې یوه میاشت تېره شوې وه او مور یې د هغې د ماشوم د لرې کولو لپاره «پر نس یوه درنده ډبره ورکېښوده»

افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې له امله یو له تر ټولو لوړو شمېرو لروونکو هېوادونو څخه دی. طالبانو د تېر کال د ژمي راهیسې د روغتیا په برخه کې د نجونو زده کړې منع کړې دي، د دې محدودیت لګولو د هېواد په روغتیايي برخه نېغې اغېزې کړې دي.

د امریکايي غیردولتي سازمان د امیدوارۍ حقونو د مرکز په وینا، په نړۍ کې یو پر درېیمه برخه ښځې، په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چېرې چې د دوی په غوښتنه د جنین سقط کولو ته اجازه ورکول کېږي. د دې سازمان د ارزونو له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې د غیر قانوني سقط جنین له امله ۳۹ زره ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه