د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

استرالیا د « ښځو، نجونو او لږکیو د ځپلو او د قانون حاکمیت د کمزوري کولو» په دلیل د طالبانو په څلورو وزیرانو بندیز ولګاوه

6 دسمبر 2025
استرالیا د « ښځو، نجونو او لږکیو د ځپلو او د قانون حاکمیت د کمزوري کولو» په دلیل د طالبانو په څلورو وزیرانو بندیز ولګاوه

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د طالبانو څلور تنه لوړ پوړي چارواکي یې د « ښځو، نجونو، لږکیو عامو خلکو د څپلو» او دغه راز د «ښې حکومتولۍ یا د قانون حاکمیت د کمزوري کولو» په دلیل تحریم کړي دي.

رخشانه: دغه وزارت نن (شنبې د لیدنۍ ۱۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دغه څلور لوړ پوړي طالب چارواکي د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد نیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه څلور تنه لوړ پوړي طالب چارواکي د افغانستان په اړه د بندیزونو د نوي چوکاټ پر اساس، د خپل هېواد د تحریم شویو کسانو په نوملړ کې شامل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، د دوی هېواد ته د دغه څلور تنه لوړ پوړو طالب چارواکو په ننوتلو بندیز لګېدلی او له هغوی یا د دوی تر واک لاندې بنسټونو سره هر ډول همکاري جرم ګڼل کېږي.

استرالیا لومړی هېواد دی، چې د بندیزو د یوه نوي چوکاټ په رامنځ ته کولو سره یې، د طالبانو لوړ پوړي چارواکي، د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو د ځپلو په دلیل تحریم کړي دي.

د جرمو ضد نړیوالې محکمې د روان میلادي کال په لومړیو کې په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دغه ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحیکم حقاني د نیولو امر د هغوی د بشریت ضد جنایتونو له امله صادر کړ.

د استرالیا د بندیزونو نوی چوکاټ د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، چې یو کس یا یو بنسټ د افغانستان اړوند معیارونو د «اې – ۱» بند شپږمې مقررې «د ۲۰۲۱ کال د خپلواکو بندیزونو» سره سم تحریم او ممنوع السفر اعلان کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي، په دې چوکاټ کې د وسلو بندیز او افغانستان ته د اړوندو خدماتو او فعالیتونو په وړاندې کولو بندیز هم شامل دي.

دغه وزارت ویلي، د افغانستان لپاره یې یو «ډلییز بشردوستانه جواز» صادر کړی دی. دا جواز داسې کړنلارې برابروي، تر څو ځینې بشردوستانه فعالیتونه، چې کېدای شي د افغانستان د بندیزو تر چوکاټ لاندې محدود وي اسانه شي.

طالبان پر هېواد په خپله څه باندې څلورکلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، په جنسیتي توپیر تورن دي. دغه راز یاده ډله د قومي او مذهبي لږکیو له هغې ډلې د هزاره ګانو په پراخې ځپنې تورن شوي دي.
د طالبانو ډېری لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزو هم لاندې او ممنوع السفر دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه