د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو دایکنډي کې د سوداګرو ښځو هټۍ وتړلې

6 دسمبر 2025
طالبانو دایکنډي کې د سوداګرو ښځو هټۍ وتړلې

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ښار کې د سوداګرو ښځو ټولې هټۍ وتړلې.

رخشانه: نیلي ښار کې یوې سرچینې د هویت خوندیتوب سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه هټۍ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې تړلې دي.

د هغه په وینا، طالبانو په «بازار کې د ښځو د شتون» په دلیل دغه هټۍ وتړلې او سوداګرو ښځو ته یې ویلي، چې خپلې هټۍ د نیلي ښار څخه «نوي ښارګوټي» ته ولېږدوي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړې، طالبانو د روان کال په اوږړو کې د «باغ زنانه» په سیمه کې هټۍ جوړې کړې او سوداګرو ښځوته یې ویلي دي، چې هلته هټۍ ولېږدوي.

نیلي ښار کې یوې بلې سرچینې رخشانۍ رسنۍ ته تایید کړې، چې طالبانو په دې ښار کې د سوداګرو ښځو ټولې هټۍ تړلې دي.

د هغه په وینا، طالبانو په نیلي ښار کې د ښځو اړوند شاوخوا ۱۱۵۰ هټۍ تړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

طالبانو پر هېواد د خپلې څه باندې څلورکلنې واکمنۍ په موده کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار د سختو محدودیتونو په لګولو سره هغوی په دولتي ادارو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو منع کړې دي.

په دولتي او نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار محدودیت د دې لامل شویو چې د هغوی اقتصادي وضعیت سخت کمزوری شي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه