د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سیما سمر: د ښځو له پياوړتیا مه وېرېږۍ

7 دسمبر 2025
سیما سمر: د ښځو له پياوړتیا مه وېرېږۍ

د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې ډاکتر سیما سمر، استرالیا کې د خپلو لاس ته راوڼو ستاینغونډه کې ویلي، ټولنه نه باید د ښځو له پیاوړتیا ونه وېرېږي.

رخشانه: هغې دغه څرګندونې تېره ورځ (شنبې د لیندۍ ۱۵ مه) د استرالیا ملبرون ښار کې، د خپلو لاس ته راوڼو په ستاینغونډه کې مطرح کړې دي.

مېرمن سمر په دې غونډه کې په خپله وینا کې ویلي: «په افغانستان کې یوازینۍ ستونزه دا ده، چې موږ هېڅ وخت د ستونزو په لرولو اعتراف نه کوو. [موږ خپلې ستونزې] په خپلو ګاونډیانو اچوو. په داسې حال کې، چې ستونزه زموږ خپله ده. ستونزه له تبعیض څخه ده. هغه تبعیض چې له کورنۍ پیلېږي.»

هغې دغه راز د دې د لاس ته راوڼو په ستاینغونډه کې د ښځو په کمرنګه شتون نیوکه وکړه، ویې ویل، لا هم فضا نرواکه ده او دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټولو ځایونو کې شتون لري. مېرمن سمر پر دوام، په افغانستان کې د کلتوري بېوزلۍ په اړه اشاره وکړه ویې ویل، دغه مسله په ناپوهۍ کې ریښې لري او کلتوري بېوزلۍ افغانستان اوسني حالت ته رسولی دی.

هغې په افغانستان کې د ظاهر شاه دورې ته نغوته وکړه ویې ویل، هغه مهال په دولتي روغتونو کې د «کورنیو د لارښود» پروګرامونو شتون درلود او امیدواره ښځو ته یې سلا مشورې ورکولې، چې څه ډول د زېږون تر منځ واټن راولي. نوموړې ټینګار وکړ، که دې وضعیت تر اوسه دوام درلود، «موږ به طالبان په دې ډول چې اوس په افغانستان واکمن دي، نه درلودای.»

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې په افغانستان کې د برتري غوښتنه یوه لویه ستونزه بیان کړه ویې ویل، برتري غوښتنه «که د قومیت په خاطر وي او که د مخالف جنس په خاطر، خو هر څه چې وي د ټولو په زیان دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

مېرمن سمر د ښځو پر پیاوړتیا ټينګار کړی، ویلي یې دي: «موږ باید له دې ونه ډارېږو چې ښځې د پیاوړې شي، یا باید دا وېره ونه لرو، چې ښځې په زموږ واک ونیسي. ښځې د چا واک نه اخلي.»

هغې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، د یوې کورنۍ نه، بلکې د ټول افغانستان ستونزه» وبلله ويې ویل: «یوازینۍ وسیله چې موږ ژغوري ښوونه او روزنه او په [ټولنه کې] انساني ارزښتونه دي.»

مېرمن سمر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوسنیو ننګونو ته په اشارې و ویل، تر څو خلک خپله د وضعیت د بدلون لپاره هڅې ونه کړي، «هېڅوک موږ نه شي ژغورلۍ. موږ باید په خپله خپل هېواد وژغورو.»

نوموړې همدارنګه د اعدام په صحنه کې د نندارچیانو پر شتون هم نیوکه کړې، ویې ویل، دا یوه کلتوري بېوزلي ده. هغې وویل: «لږ تر لږه خلک د خپله لږ د مسوولیت احساس وکړي [د اعدام او دورو وهلو په صحنه کې] د ګډون نه کوي. دا خپله یو ډول مقاومت دی.»

د بشري حقونو دغې فعالې د خپلې وینا په پای کې ویلي، افغانستان په تېرو لسیزو کې لسګونه قربانۍ ورکړې او له دې وروسته به هم [د وضعیت د بدلون لپاره] ښايي قرباني ورکړي.

د یادونې ده، چې استرالیا کې مېشت افغان کډوالو په هېود کې د مېرمن سمر د څلور لسیزو فعالیتونو د ستاینې په موخه بېلا بېلې غونډې جوړې کړې دي.

دغه غونډه پر داسې مهال جوړېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې په عمومي ځایونو کې له هر ډول حضور څخه لرې کړای شوې دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه