د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له لوري د بندي خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

8 دسمبر 2025
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له لوري د بندي خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

انځور: تلویزیون آمو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتی، چې نیول شوي خبریالان له بنده خوشي کړي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې لیکلي، د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو خپلواکۍ په شدت سره سقوط کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، خبریالان په سیستماتیک ډول د خپل سرو نیونو، له تور یا محکمې پرته اوږدمهاله نیونو، فزیکي تاوتریخوالي او مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.

دغه بنسټ لیکلي، طالبانو دوه خبریالان مهدي انصاري او حمید فرهادي د افغانستان له خپلواکه رسنیو سره، چې همدا اوس په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د همکارۍ په تور زنداني کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان د ښځینه خبریالانو په وړاندې له توپیري چلنده ډک محدودیتونو، د انټرنېټ پرېکېدو او د لسګونو رسنیو پر بندېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغه رسنیز بنسټ د رسنیو او خبریالانو او رسنیو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د بیان د آزادۍ له بنسټیزه حقونو ښکاره سرغړاوی بللی وايي، دغه محدودیتونه د بشري حقونو له هغې ډلې د رسنیو د خپلواکۍ په اړه، د طالبانو د درناوي له څرګندونو سره په ټکر کې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، په افغانستان کې د خبریالانو د بندي کولو دوام او ځورونې د طالبانو له خوا د اعتدال یا بشري حقونو ته د درناوي هر ډول ادعا کمزورې کوي.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې «خپله کړنلاره اصلاح کړي او د مطبوعاتو د ریښتینۍ خپلواکۍ د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیونو سربېره، پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او د لسګونه رسنیو د تړل کېدو لامل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه