د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان کابو ۲۲ میلیونه نفوس بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

8 دسمبر 2025
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان کابو ۲۲ میلیونه نفوس بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

انځور: اوچا

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیونه تنه، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشردوستانه مرستو ته به اړتیا ولري.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب سخت له خرابېدو سره مخ دی او وړاندوینه کېږي، چې راتلونکی کال به ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو سخت نه خوندیتوب سره مخ شي او کابو ۵.۲ میلیونه کسان به په بېړني پړاو کې ځای ولري.

اوچا لیکلي چې «په هېواد کې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د خوړو نه خوندیتوب او تکراري ټکانونو، لکه د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځ ته شوې وچکالۍ، د کډوالو پراخه راستنېدنه، زلزلې، پرلپسې سېلابونه، د ناروغیو خپرېدل او د سخت خوندیتوب ګواښونو تر اغېزې لاندې دي.»

دغه بنسټ ویلي چې «د خوندیتوب ګواښونه لا هم جدي دي او اټکل کېږي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو پلي کولو له امله به زیات شي.»

د اوچا په اعلامیه کې راغلي، چې دا وضعیت د جګړې د چاودېدونکو توکو پاتې شونو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، د ماشومانو کار او د کم عمره ودونو سره د سیمو پراخه ککړتیا سره یو ځای وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، په منځنۍ کچه هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د چاودېدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

اوچا ټينګار کړی، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخه راستنېدنې هم په افغانستان کې بشري اړتیاوې پېچلې کړې دي. د دې بنسټ په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۵۲ میلیونه څخه زیات کسان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابېدو خبرداری ورکړی او اړمنو ته د رسېدنې غوښتونکي شوي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه