د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو نړیواله ورځ، بې عدالتي هېڅکله نه باید عادي وګڼل شي

10 دسمبر 2025
د بشري حقونو نړیواله ورځ، بې عدالتي هېڅکله نه باید عادي وګڼل شي

د افغانستان د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ ویلي، د بشر حقونه نړیوال دي او د خبرو اترو وړ نه دي او په هغه هېوادونو کې، چې هلته عدالت نه پلی کېږي، بې عدالتي هېڅکله باید عادي ونه ګڼل شي.

رخشانه: بنټ نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي «بشري حقونه د ملګرو ملتونو په اصلي هسته کې ځای پر ځای شوي، تر څو له سولې، برابرۍ او انساني کرامت څخه ساتنه وکړي.»

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، د بشر حقونه د هغو بې عدالیتو د تکرار مخنیوی کوي، چې ډېری خلک، له هغې ډلې د افغانستان خلک نن ورسره مخ دي.

هغه پر دوام ټینګار کړی، چې نړیوال باید په خپل دریځ ټينګ ودرېږي او بې عدالتي هېکله هم عادي نه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې د ګڼ شمېر خلکو د بشري حقونو اړتیاوې لا هم نه دي پوره شوې.
یوناما وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په دوامداره توګه د روغتیا، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

دغه بنسټ ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو، د هغوی بنسټیز حقونه او د هېواد راتلونکې کمزورې کوي. روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی کورنۍ زیانمنوي او ټولنه بې واکه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر له ایران او پاکستان نه د کډوالو راستنېدو ته په اشارې ویلي، ښځې، نظامیان او د پخواني نظام کارکوونکي، د مدني ټولنې او رسنیو فعالان د طالبانو له لوري د غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ دي.

یوناما ټینګار کړی، چې طالبان دې د بشري حقونو په رعایت کولو او د نړیوالو معیارونو سره په سمون د ټولنې لپاره داسې زمینه برابره کړي، چې په هغې کې د افغانستان هر وګړۍ د چارو د ښوالي په موخه هڅې او همکارۍ وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما سرپرست جورجت ګانیون وايي، بشري حقونه د ورځي ژوند د دوام لپاره یوه اړتیا ده. هغه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره د زده کړو او تحصیل، د کار او کسب او د ښځو او نجونو د ګډون حقونه اړین وبلل.

په افغانستان کې د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازي فیونا فریز وايي، ورځنۍ اړتیاوې لکه زده کړې، روغتیا، ژوند او خپلواکي هغه حقونه دي، چې باید د افغانستان د ټولو وګړو لپاره برابر شي، خو ډېر وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له دې حقونو بې برخې دي.

په ملګرو ملتونو پورې تړلې پاڼې هم د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اعلامیه کې لیکلي، بشري حقونه «په دې کړکېچن دور کې د انسانانو د ورځنۍ اړتیاوو څخه یوه ده، چې ډېری خلک د نه خوندیتوب، نا خوښۍ او مخ په زیاتوالي بې ځایه کېدنې احساس لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ملګرو ملتونو زیاته کړې «د بشري حقونو نړیواله ورځ پر دې ټکي ټینګار کوي، چې د بشري حقونو ارزښتونه بیا تصدیق کړو او وښیو چې دغه ارزښتونه لا هم د بشریت لپاره تر ټولو غوره لار ده.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه