د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو د دوام خبرداری

10 دسمبر 2025
د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو د دوام خبرداری

انځور: رویټرز

د بشري حقونو د مدافعین کمېټې (HRDC) په یوه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د سرغړونو او خبرابېدو خبرداری ورکړی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره سم په خپله اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان میلیونونه وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، مدني فعالان او فکري لږکي له خپلو لومړنیو خپلواکیو او انساني حقونو څخه بې برخې دي.

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې ویلي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو د منظمو سرغړونو، جوړښتي جنسیتي توپیر، د مدني خپلواکیو ځپلو او ناوړه چلندو شاهد دی.

دغې کمېټې زیاته کړې، طالبانو په افغانستان کې د کار زده کړو او له ټولنیزو برخو د ښځو د لرې کولو په محدودیتونو، د بیان د آزادۍ او رسنیو په محدو‍دولو، د مدني فعالانو او پخواني دولت د کارکوونکو په نیولو او وژنو سره له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د خپلواکه پلټونکې او حساب ورکوونکې کړنلارې د جوړلو هرکلی کړی وايي، دا کړنلاره باید په چټکۍ سره بسندویه سرچینې او بشپړ سیاسي ملاتړ ولري.

دې کمېټې ټینګار کړی، چې د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) او عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) د نړیوال قانون پروسې عملي او همغږي څار ته اړتیا لري، تر څو د قربانیانو لپاره عدالت ته لاسرسی وشي او د جرمونو عاملین بې ځوابه پاتې نه شي.

د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په افغانستان کې د جنسیتي توپیري چلند د یو ځانګړي او عملي قاوني وضعیت په توګه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې وايي، د افغانستان مسله باید د بشري حقونو شورا، اروپايي ټولنې او سیاسي ټولنو په فعاله اجنډا کې پاتې شي.

دې کمېټې د بشرحقونو د تضمین ورکولو پرته د طالبانو سره د هر ډول جوړجاړي او اړیکو عادي کولو د بندولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، نړیوالې قضايي پروسې لکه د جرمونو نړیواله محکمه او د عدالت نړیواله محکمه باید پیاوړې او په عمل کې یې ملاتړ وشي.

همدارنګه یادې کمېټې د «جرمونو د مستندولو، لاسوندونو راټولولو، د قربانیانو د خوندیتوب او همدارنګه د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو، ښځینه فعالانو او له ګواښ سره مخ کسانو» د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د بشري حقونو کمېټې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چوپتیا له ظلم سره ملتیا بللې او له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د خپلواکۍ له مدافعانو یې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي او د هغوی غږ جوړ شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه