د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې مهمې خبرې اترې

12 دسمبر 2025
د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې مهمې خبرې اترې

یوناما

نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې، چې (چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه) جوړه شوې وه، د افغانستان، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه مهم موضوعات په کې یاد شول.

رخشانه: د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې جورجټ ګانیون په دغه غونډه کې ویلي، طالبانو افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودونکو سیاستونو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

مېرمن ګانیون، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه د درې میاشتې راپور په وړاندې کولو سره زیاته کړه، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د هېواد د پرمختګ او نړیوال تعامل پر وړاندې خنډ جوړ شوی دی.

په دې راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د روان کال د سپټمبر له میاشتې تر دسمبر پورې د بشري حقونو، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزول شوی دی.

یوناما په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوي ته اشاره کړې وايي، دغه محدودیتونه د دې سازمان د ځينو فعالیتونو د ځنډېدو لامل شوي دي.

دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور ته، چې څه موده وړاندې خپور شوی دی په اشارې سره ویلي، د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د نجونو د زده کړو د مخنیوي مخالف دي.

یوناما وايي، طالبانو د نجونو ګڼل شمېر ښوونځي تړلي، له ښوونیز نصاب نه یې ۵۱ عنوانونه لرې کړي، د ښځینه لیکوالانو کتابونه یې ممنوع کړي، د بشري حقونو زده کړې او جنسي ځورونه هم د طالبانو له خوا لرې کړای شوې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي، د ښځو پر روغتیايي خدماتو د طالبانو محدودیتونه په شدت سره دوام لري، ښځې د روغتیا په برخه کې له زده کړو راګرځول شوې او دغه راز په افغانستان کې د رسنیو خپلواکي هم محدوده کړای شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، روغتیايي برخه کې د ښځو د زده کړو ځنډول د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شوی، په داسې حال کې، چې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې برخه کې په نړۍ کې له لوړې کچې هېوادونو دی او په افغانستان کې له هرو ۱۰۰ زره نوزېږدو ۵۲۱ تنه یې ژوند له لاسه ورکوي.

په راپور کې په هېواد کې د انترنطټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندیز ته اشاره شوې ویلي یې دي، د طالبانو دغه اقدام په مخابراتي خدماتو کې د ګډوډۍ او د اقتصادي- ټولنیز سیستم د مختل کېدو لامل شوی وو.
یوناما په خپل راپور کې د طالبانو په قضايي نظام کې د ښځینه قاضیانو د نه شتون او د دغه ډلې محکمو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما د راپور پر اساس، طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د ښځو په ګډون ۲۱۵ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي او یو تن یې په بادغیس کې اعدام کړی دی. یوناما ویلي، دا یوولسم کس وو، چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې راهیسې په افغانستان کې اعدام کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په راپور کې راوړل شوي، په تېرو دریو میاشتو کې د ماشومانو په وړاندې د سرغړونې ۶۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

یوناما په افغانستان کې بشري وضعیت «خورا بحراني» بللی وايي، د مرستو رسولو لپاره د بودجې کموالي د زرګونو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي. دغه بنسټ له مرسته کوونکو د ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت د افغانستان د ځينو ګاونډیو له هغې ډلې د ایران او پاکستان استازو په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل: «د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او عمومي ګډون جوړښتي او پلي کېدوني محدودیتونه، له اسلامي ښوونو او انساني کرامت سره په ټکر کې دي.»
د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره محدودیتونه لغوه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو باندې نیوکه وکړه ویې ویل، دغه محدودیتونه له اسلامي او دیني ارزښتونو سره هېڅ سمون نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، ښځې او نجونې د سختې ځورونې، سیستماتیک تبعیض او جنسیتي توپیر سره مخ دي.

همدارنګه هغه د افغانانو تر منځ د مشروع حکومت د جوړلو لپاره د خبرو اترو پروسه کې د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا او ملاتړ لپاره د همغږو معیارونو پر بنسټ د چوکاټ جوړولو غوښتنه وکړه ویې ویل، ښځې او نجونې د دغه تعاملاتو په مرکز کې وي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه