د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له افغان ښځو د اسپانیا ملاتړ: طالبان په رسمیت نه پېژنو

13 دسمبر 2025
له افغان ښځو د اسپانیا ملاتړ: طالبان په رسمیت نه پېژنو

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغان ښځو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دی او د طالبانو ډله په رسمیت نه پېژني.

رخشانه: د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر مانوئل آلبارس نن (جمعه د لیندۍ ۲۱ مه) د افغان ښځینه فعالانو په غونډه کې، چې د دې هېواد په مادرید کې د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه و ویل: «اسپانیا د افغان ښځو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ ده او تر څو چې دا دولت په واک کې وي، طالبان به په رسمیت ونه پېژني.»

ښاغلي آلبارس ویلي، باید د هغو ټولو جنایتونو پلټه وشي، چې طالبانو تر سره کړي او باید پوه شو، چې پېښې رامنځ ته شوې او اسپانیا له طالبانو د ځواب ویلو غوښتونکې ده.

هغه ټینګار کړیو چې د افغان ښځو له ګډون پرته نه شو کولی یوې رښتینې سولې ته ورسېږو، نه په افغانستان کې او نه په بل هر ځای کې.

ښاغلي آلبارس و ویل: «د خبرو اترو پروسه باید د جنسیت پر برابرۍ ولاړه وي او ښځې د راتلونکې په اړه د پرېکړو یوه برخه وي. اسپانیا د افغان ښځو په اړه په خپلو ژمنو ولاړه ده او تر څو دغه دولت په واک کې وي، موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. په تېرو څلورو کلونو کې د بشري حقونو بحران لا ژور شوی او ښځې یې تر ډېره کړاو کاږي، نن ورځ د افغانستان ۱۸ میلیونه ښځې له عمومي ژوند څخه ایستل شوې دي.»

د خوزه مانوئل آلبار په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت یو تلار به د «افغان ښځو او نجونو» په نوم ونوموي، او دا کار د هغوی د مقاومت او مبارزې په پار کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ، دا تالار همغه ځای دی، چېر چې په ۲۰۲۲ کال کې ګڼ شمېر افغان ښځو بنسټ د Hear Us سره په همکارۍ په لومړۍ غونډه کې ګڼ شمېر مېرمنو ډلیز انځور اخیستی وو.

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ مسوولې فوزیې کوفي، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د دې ګام هرکلی کړی وايي، د اسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو او نجونو په نوم د یوه تالار نومول، له کلماتو په عمل کې پر خپلو ژمنو د درېدا په مانا ده.

مېرمن کوفي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، سره له دې، چې زموږ د خلکو لپاره ټولیزې فضا محدوده شوې او په نړیوالو کړکېچونو کې د افغانستان موضوع څنډې ته کړای شوې ده، په بېلا بېلو برخو کې د اسپانیا د دولت او خلکو پاملرنه د افغان وګړو لپاره ارزښتناکه ده.

هغې ویلي دي، د اسپانیا دولت د هغو شپږو هېوادونو له ډلې وو، چې د افغانستان دوسیه یې د جرمنو ضد نړیوالې محکمې ته وروپېژندله.
د «زموږ غږ واورۍ» تر نوم لاندې د افغان ښځو درېیمه ځانګړې ناسته نن، د اسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم ویلي، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه پورې د افغان ښځو پر ژوند بې شمېره محدودیتونه لګولي دي، او د ښځو په وړاندې د دې ډلې تاوتریخوالی د بشریت پر وړاندې جنایت دی.

ښاغلي بنټ وايي، ښځې په ځانګړې توګه قضايي سیستم او عدالت ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

بنټ ویلي، د ښځو په وړاندې د طالبانو هر ټول قصدي، سیستماتیک او عقیدوي تاوتریخوالی، نه یوازې یو غیر اخلاقي اقدام دی، بلکې یوه ګواښوونکې ستراتېژي هم ده.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه