د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بغلان کې د مسافر وړونکي بس موټر چپه کېدل، ۶ تنه مړه او ۴۲ ټپیان دي

21 دسمبر 2025
بغلان کې د مسافر وړونکي بس موټر چپه کېدل، ۶ تنه مړه او ۴۲ ټپیان دي

د بغلان ولایت په شمالي سالنګ کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دغه پېښه تېره شپه ناوخته (د لیندۍ ۲۹ مه) د بغلان د شمالي سالنګ په پنځمه ګولایۍ کې رامنځ ته شوې ده.

بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خرپاڼه کې لیکلي، دا پېښه د یوه ۵۸۰ بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې راوړل شوي، د دې پېښې په ترڅ کې شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه ټپیان شوي دي.

د دې ترافیکي پېښې د قربانیانو او ټپیانو هویت، عمر او جنسیت نه دی معلوم شوی.

دا مسافر وړونکی بس موټء د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار څخه د کابل په لور روان وو، چې په سړک د یخک له امله چپه شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د دې ترافیکي پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د پنځو تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې واورې او باران پیل کړی دی. هر کال د ژمي په موسم کې ورته پېښې د هېواد په یو شمېر لویو لارو رامنځ ته کېږي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه