د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بدخشان کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو محصولاتو پنځه ورځنی نندارتون پرانستل شو

21 دسمبر 2025
بدخشان کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو محصولاتو پنځه ورځنی نندارتون پرانستل شو

د بدخشان د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو محصولاتو پنځه ورځنی نندارتون، چې د «بدخشان بازار یې وړاندې کوي» نومېږي، د دې ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې پرانستل شوی دی.

رخشانه: دغه نندارتون د پنشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷ مه) د بدخشان د سوداګرو ښځو د ملاتړ او مرستې په موخه جوړ شوی دی.

د جوړونکو په وینا، په دې نندارتون کې لاسي صنایع، داخلي تولیدات، غالۍ، ټغر، طبي بوټي، خالص شات او ادبي آثار په ۳۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې ۳۵ غرفو ډېر هغه یې د سوداګرو ښځو په واک کې ورکړې، تر څو په کې خپل لاسي صنایع او محصولات وپلوري.

بدخشان کې د لبنیاتو یوه تولیدوونکې مېرمن چې د لبنیاتو د تولید په برخه کې لس کلنه تجربه لري وايي، د خپلو محصولاتو د پلور په موخه یې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.
هغهې و ویل: «دا تولیدي کارونه هم زموږ د خپل لاس خواري ده. د لبنیاتو جوړولو یو ماشین لرم او څنګه چې مالداري کوم، نو د غوا له شیدو، مستې، پنېر او نور حیواني محصولات چمتو کوم او پلورم یې.»

آمنه چې د ژوند لګښتونه له همدې لارې پوره کوي، د دې نندارتون په جوړېدو خوښيي ښي او تمه لري، چې دغه ډول پروګرامونه نور هم دوام پیدا کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

د بدخشان سوداګرو مېرمنو د دې نندارتون له پرانستل کېدو هرکلی وکړ او د دې ډول برنامو په لار اچول یې د داخلي اقتصاد او سوداګرو ښځو څخه د ملاتړ پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.

هغوی په بدخشان کې د ښځینه سوداګرو یو له اساسي ستونزو ه د ښځو د خپلو محصولاتو او لاسي صنایعو د پلور لپاره د ځانګړي بازار نه شتون په ګوته کړ او د ښځو لپاره یې د ځانګړي بازار د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د نندارتون جوړونکو تمه وښوده، چې د «بدخشان بازار یې وړاندې کوي» نندارتون وتوانېږي، د سیمه ییزه تولیدونکو او پراخو بازارونو تر منځ د اړیکې زمینه برابره کاندي او د سیمه ییزې اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي.

اړوندې لیکنې

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه