د خپلواکۍ په لور او د نوې راتلونکې لپاره د ښځو اعتراضي غورځنګونو د یلدا د شپې په درشل کې د بیانیو په خپرولو سره دا لروغونې کلتوري شپه د تیارو سره د روښنایۍ د مبارزې سمبول وباله او په ورته وخت یې دا په هېواد کې د ښخو او نجونو په وړاندې د طالبانو ښځې ځپوونکي سیاستونه «د تیارو دوام، محرومیت او سیستماتیک لمنځه وړل» ونومول.
رخشانه: د دې دوه اعتراضي غورځنګونو غړو په جلا جلا بیانیو کې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه «په شعوري او قصدي ډول د سیاستونو پایله ده.»
د خپلواکۍ پر لور د ښځو غورځنګ په خپله بیانیه کې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو او جنسیتي توپير لویه سرغړونه ګڼل کېدای شي.
معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او دولتونو غوښتي، چې د افغان ښځو سیستماتیک محرومیت د بشري حقونو د جدي سرغړاوي په توګه په رسمیت وپېژني.
د خپلواکۍ پر لور د ښځو غورځنګ په افغانستان کې د شځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړواوي په تړاو د طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
دوی په پای کې ویلي، د هېواد راتلونکې پورې اړوند د پرېکړې کولو په ټولو پروسو کې باید د افغان مېرمنو غږونه په پام کې ونیول شي.
د افغان ښځو د نوې راتلونکې غورځنګ هم په یوه بیانیه کې د یلدا شپه د تیارو په وړاندې د کلتوري مقاومت یو تلپاتی سمبول ګڼلی.
د دې غورځنګ غړو ویلي، طالبانو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره د هغوی د جوړښتي ځپنې په لټه کې دي.
معترضو مېرمنو ټينګار کړی، چې «ان په تر ټولو بدو تاریخي شېبو» کې به هم دوی اجازه ورنه کړي، چې «دا کلتور، ژبه او هویت یې حذف او غلی شي»
طالبان د یلدا شپې د لمانځلو مخالف دي. دغې ډلې د یلدا شپه لمانځل د خپل امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د «ځانګړو منکراتو» په کتګورۍ کې ځای کړې او په تېرو کلونو کې یې خپلو مذهبي څارونکو ته امر کړی، چې د دې شپې له لمانځلو مخنیوی وکړي.
د طالبانو په واکمنېدو سره په عمومي توګه خلک دا شپه د دې ډلې له سترګو لرې لمانځي.
د یلدا شپه د ژمي په پیل کې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، چې په ۱۴۰۱ کال کې د یونسکو یا د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کتلوري سازمان له خوا د افغانستان او ایران د غیر محسوس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه.







