د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی.

د کاناډا «تورنتو» ښار کې کې مېشتو یو شمېر افغان وکړو پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي، د ښځو او نجونو په وړاندې د دې ډلې محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: افغان وګړو په دې اعتراضي غونډه کې چې نن (یکشنبې د زمري ۲۵ مه) جوړه شوې وه، «طالبانو ته نه، جنسیتي توپیر ته نه، د آزادۍ، عدالت او خپلواک او آباد افغانستان لپاره» شعارونه ورکول.

په هغه اعلامیه کې چې د دې اعتراضي غونډې د جوړونکو له خوا خپره شوې راغلي، طالبانو میلیونونه افغان وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو انساني حقونو او آزادیو محرومې کړې دي.

تورینتو مېشتو افغانانانو ویلي، پر افغانستان د طالبانو پنځه کلنه واکمني، ملي مشروعیت نه لري او پر تبعیض، ځپلو او د ښځو په سیستماتیک حذف ولاړه ده.

دوی له زده کړو، کار، آزادۍ، تګ راتګ، سیاسي ګډون او ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت ته په اشارې زیاته کړې، دا محدودیتونه د بشري حقونو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.
معترضینو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندې او د هغو د عاملینو د ځواب ویوونکي کولو لپاره جدي او بېړني ګامونه تر سره کړي.

تورنتو کې افغان فعالان وايي، له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، بیان آزادۍ او مدني آزادیو په رعایت کولو پورې مشروط وي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

تورنتو کې مېشتو افغان وګړو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د ژر تر ژره پرانستو او د ښخو د سیاسي او مدني محدودیتونو د لغوه کېدو غوښته وکړه.

دوی د «پخوانیو نظامیانو او امنیتي ځواکونو د ځپلو، ربړولو او حقونو د ماتولو» په درېدو ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

تورنتو کې مېشت افغان وګړو ویلي، خبریالان، رسنیز فعالان او لیکوالان نه باید د خپل لید لوري د بیان له امله زنداني، تهدید یا وګواښل شي.

هغوی له ملګرو ملتونو، د جرمونو ضد نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې له بشري حقونو د جدي سرغړونو پېښې او په افغانستان کې احتمالي جرمونه په خپلواکه توګه وڅېړي او عاملین یې ځواب ویوونکي کړي.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه