د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

طالبانو مشر د «مبلغینو نصاب» د قانون په توشېح کولو سره، پر ښځو محدودیتونه زیات کړل وايي، « مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي.»

رخشانه: په دې قانون کې چې نن (یکشنبې د زمري ۲۵ مه) د طالبانو د عدلي وزارت له خوا په شپږو څپرکیو کې خپور شوی راغلي، چې د ښځې «نفقې، جامې او اوسېدو ځای» د دین له مخې په مېړه واجب دي.

د طالبانو مشر د «مبلغینو نصاب» کې د څو ښځو لرل په رسمیت پېژندلي ویلي یې دي «د څو ښځو په حالت کې» د هغوی تر منځ عدالت مراعت کول په مېړه واجب دي.

په دې سند کې ویل شوي، په ښځو «ظلم» مه کوۍ. د نکاح پر مهال د ښځې رضایت اړین دی او هېڅوک ښځه په زور په نکاح نه شي ورکولی.

د طالبانو مشر ویلي دی «ښځه مال نه دی، هېڅوک نه شي کولی هغه به بدو کې ورکړي.»

د طالبانو د «مبلغینو نصاب» کې راغلي، ښخه د مېړه له مړینې وروسته اختیار لري چې د «فتنې او فساد د مخنیوي په موخه» بل مېړه وکړي او څوک هغه په زور واده ته نه شي اړ کولی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو مشر په دې قانون کې نارینه وو ته امر کړی، چې «تر سرپرستۍ لاندې ښخې د نامحروم څخه په حجاب کې کړۍ.»

په دې سند کې تبلیغیان مکلف شوي چې خلک د علم تر لاسه کولو ته وهڅوي، دین او جهاد ته یې دعوت کړي او په ځانګړې توګه جهاد ته د تلو «فضلیت، ټپي او شهید کېدو» په اړه معلومات ورکړي.

د طالبانو مشر په دې سند کې مبلغینو ته امر کړی، چې د «اسلامي پولو څخه د ساتنې د فضیلت او د امیر د حکم څخه د اطاعت» په اړه د خلکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د «مبلغینو نصاب» کې راغلي «د هېڅ شخص لپاره وړ نه ده، چې په اسلامي نظام کې د جهادي چارو په اړه، د امیرالمومنین له سلا مشورې پرته ګام پورته کړي.»

د طالبانو مشر په دې سند کې ویلي، د ښځو لپاره جهاد «حج مبرور» دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه