د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

16 اگست 2026
د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

انځور: د بدخشان نسي ولسوالي - رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د بدخشان نسي ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې د طالب قوماندان جمعه خان فاتح او پښتنو طالبانو تر منځ د سختو وسله والو نښتو د دوام له امله، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی دی.

رخشانه: د بدخشان نسي ولسوالۍ کې لږ تر لږه دریو باوري سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دواړو لورو تر منځ نښتې د تېرې اوونۍ د سه شنبې (زمري ۲۰) مې راهیسې پیل شوې او په دې وروستیو ورځو کې سختې شوې دي.

سرچینو د هویت پټ ساتلو سره وايي، په تګ راتګ د محدودیتونو او د جګړې له وېرې روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د نسي ولسوالۍ او په حګړه کې د نورو ښکېلو سیمو د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د نسي ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي ویلي دي: «موږ له کوره نه شو وتلی، اولادونه مو ښوونځي ته نه شي تلای. پښتون توکمه طالبانو ویلي، که څوک له کوره ووځي، وژل کېږي، پړه به یې پر خپله غاړه وي.»

د سرچینې په وینا، د خلکو په تګ راتګ د طالبانو محدودیت د دې لامل شوی، چې ښځې او ماشومان ونه شي کولی، روغتیايي مرکزونو ته مراجع وکړي او روغتیايي خدمات تر لاسه کړي او کورنۍ هم د خپلو ورځنیو اړتیاو لپاره بازار ته لاسرسی نه لري.
د سیمې اوسېدونکو هم ویلي، د نسي ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه هم د پښتنو طالبانو په امر تش شوي او د دې ډلې ځواکونه، چې د جمعه خان فاتح سره په جګړه کې ټپیان شوي، په دې مرکز کې بستر او درملنه کېږي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د جمعه خان فاتح او پښتنو طالبانو تر منځ د جګړو له پیل راهیسې، د نسي ولسوالۍ او نورو سیمو خلک د نسي په روغتیايي مرکزونو کې له خدماتو محروم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

یوې سرچینې ویلي دي: «په کلېنیک کې خپل ټپیان تداوي کوي. له طالبانو پرته نور څوک اجازه نه لري، چې دې مرکز ته ورشي. طالبانو ویلي که مړه کېدی هم د کلېنیک لور ته را نه شۍ.»

یوې بلې سرچینې هم ویلي، د جمعه خان فاتح او پښتنو طالبانو تر منځ د جګړې دوام، د نسي ولسوالۍ او نورو سیمو د خلکو د اندېښې لامل شوی دی.

هغه ویلي: «اوس خوراکي توکي لرو، خو که جګړه دوام وکړي، زموږ خوراکي توکي به خلاص شي. خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي، ځکه طالبان هېچا ته اجازه د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.»

د سیمو اوسېدونکو د جګړو د دوام او پراخېدو تر څنګ، په تګ راتګ له محدودیتونو او د مواصلاتي لارو په تړل کېدو هم اندېښنه ښودلې ده.

دوی ویلي، دې وضعیت د هغه کورنیو ژوند، چې ناروغ ماشومان، امیدواره ښخې او د درملنې وړ اړمن کسان لري، ستونزې لا ډېرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د بدخشان نسي ولسوالۍ کې جګړې د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې پیل شوې او د وسله والو طالبانو د ځواکونو او د ځايي قوماندان جمعه خان فاتح پورې د تړلو کسانو تر منځ په مخامخ نښتو اوښتې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه