د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

انځور: Afp

پر افغانستان د طالبانو د پنځمې کلیزې په مناسبت د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) وايي، دې ډېرې په تېرو پنځو کلونو کې د سختو محدودیتونو په لګولو سره د رسنیو او خبریالانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.

رخشانه: دې بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبان له بیا نیولو وروسته، پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي، ښځینه خبریالانې یې په دولتي رسنیو کې له کار کولو بندې کړې او معترض خبریالان یې وهلي ډبولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې په اعلامیه کې راغلي، طالبانو تر ۲۰۲۲ کال پورې خپل سرنې نیونې او بندي کول، د رسنیو د سانسورولو په وسیلو بدل کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، طالبانو افغانستان د خبریالانو د فعالیت لپاره په یوه تر ټولو ستونزمن هېواد بدل کړی، خبریالان له څار، نیولو، وهلو ډبولو او سانسور سره مخ دي او اړ د هېواد پرېښودولو ته اړویستل کېږي.

د دې کمېتې په وینا، ښخینه خبریالانې له لا زیات تبعیض سره مخ دي او خلک له رسنیو سره له خبرو کولو وېره لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د انټرنېټ او مخابراتي شبکو محدودیت هم د رسنیو د آزادۍ بحران لا ژور کړی او د افغانستان پر اطلاعاتي فضا یې د طالبانو کنټرول تثبیت کړی دی.

دې بنسټ لیکلي: «په رسنیو کې په کار بوختې ښخې، له سخت او زیات تبعیض سره مخ دي، طالبانو په ځینو ولایتونو کې د رسنیو له لارې د ښخو غږ خپرولو بند کړي او په خبري ناستو کې د هغوی د ګډون مخنیوی کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو د رسنیو د سیاسي او اقتصادي خپرونو ژوندۍ خپرونې بندې کړې. دا مهال په رسنیو کې په دې ډله نیوکې کول بند دي و خبریالان د مرکو تر سره کولو باید له هغه نوملړ نه کار واخلي، چې طالبانو ورته چمتو کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، تر ۲۰۲۵ کال پورې طالبانو شاوخوا ۱۵ لویې تلوېزیوني او راډیويي شبکې، ورځپاڼې او ډېجیټل پلېټ فارمونه کنټرولول.
دا بنسټ وايي، د طالبانو له لوري د رسنیو ځپل سږ کال هم دوام درلود.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي د طالبانو له لوري د «افغانستان د خپلواکو رسنیو له منځه وړلو» لسګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

دې بنسټ ویلي، هغه خبریالان چې د طالبانو د زور زیاتي له امله له هېواده وتلي، بېرته ستنول به یې د غچ اخیستنې او خپل سرې نیونې په ګډون له احتمالي خطرونو سره مخ کړي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېتې له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ځپل پای ته ورسوي او خپلواکو معلوماتو ته د خلکو په لاسرسي محدودیت لغوه کړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه