د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

22 دسمبر 2025
افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ICRC/Mohammad Masoud SAMIMI

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي، افغانستان کې له ۲۱ میلیونه زیاته وګړي د لسیزو جګړو او اقلیمي شرایطو د خرابوالی له امله د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د مرغومي اوله) په یوه راپور کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د یوه سخت بشري بحران سره مخ هېواد دی.

سره صلیب لیکلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې کابو ۲۲.۹ میلیونه کسانو چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس جوووي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې بنسټ په وینا، دغه وضعیت په غیرمتناسب ډول د خوارځواک ماشومانو، زړو، معلولیت لرونکو، د کورنیو د سرپرستو ښځو او ورځنیو مزدورانو په ګډون تر ټولو زیان مننونکي اغېزمن کړي دي.

د سره صلیب په راپور کې راغلي، طبیعي آفتونو او ځايي پراخه ګډوالۍ بشري اړتیاوې مخکې له مخکې زیاتې کړې دي.

په راپور کې راوړل شوي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې میلیونه وګړي له پاکستان او ایران څخه ستانه شوي، چې ډېری د هغو له کمولو توکو سره هېواد ته د ننه شوي او دې پر روغتیايي خدماتو، اوبو، خوړو، ساتنې په ځانګړې توګه په سرحدي ولایتونو کې فشار زیات کړی دی.

سره صلیب ویلي، د ژمي په رارسېدو سره میلیونه وګړي، د سختې یخنۍ، بېوزلۍ او وړ سرپناه د نشتوالي له امله، له لا زیاتو ستونزو سره مخ دي. هغه کورنۍ چې په وروستیو آفتونو کې، له هغې ډلې په چې په کونړ کې د زلزلې له امله بې ځایه شوي، له تر ټولو زیان مننونکو ډلو څخه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د خپل اقتصادي امنیت د پروګرامونو له لارې یې د ټولنو له اړمنو کسانو سره مرسته کړې، تر څو په سختو شرایطو کې خپل اقتصاد، کورنۍ ژوند پیاوړی او د خوړو خوندیتوب ښه کړي.

سره صلیب دا هم ویلي، دوی «په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ګواښ رسېدنې ته دوام ورکوي، هغه ګواښ، چې د لسیزو وسله والو جګړو وروسته، ټولنې په ځانګړې توګه ماشومان په دوامداره توګه له خطر سره مخ کوي.»

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه