د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«وطني فمېنېسټ»، په برابرۍ غوښتونکو ښځو ملنډې او له فمېنېزمه ناسم پوهاوی

۷ مرغومی ۱۴۰۴
«وطني فمېنېسټ»، په برابرۍ غوښتونکو ښځو ملنډې او له فمېنېزمه ناسم پوهاوی

زهرا جویا

«فمېنېستان هغه غمجنې ښځې دي، چې نه شي کولی مېړه پیدا کړي.» دا د یوه نارینه خبریال نقل قول دی، چې د نیجریايي لیکوال چیماماندا نګزي آدیچي Ngozi Adichie)، له خوا مطرح شوی دی.

آدیچي په ۲۰۱۲ کال لندن کې د TEDx پلټفارم په اړه د خپلې وینا پر مهال بیان کړه، چې کله یې د فمېنېزم په اړه کتاب لیکلی وو، یو نیجریايي نارینه خبریال هغه ته سپارښتنه کړې وه، چې ځان دې فمېنېسټ نه معرفي کوي، ځکه ««فمېنېستان هغه غمجنې ښځې دي، چې نه شي کولی مېړه پیدا کړي.»

چیماماندا پر دوام وايي، دا تجربه د دې سبب شوه، چې هغه خپل ځان «خوشحاله فمېنېست او له افریقا» څخه معرفي کړي. دا مثال ښيي، چې د برابرۍ غوښتونکو په لار تلل او ورسره ملیتا په ځانګړې توګه په دودیزو ټولنو کې له خنډونو او ناسم برداشت څخه ډک دي. په افغانستان کې هم هغه ښځې او نجونې چې د سیستماتیک تبعیض په وړاندې اعتراض کوي، یا خپل ځانونه فمېنېست معرفي کوي، ډېری وخت له ملنډو، قضاوت بدو کتو سره مخ کېږي.

د فمېنېزم د بحث د روښانتیا لپاره، لومړی باید د هغو تاریخي مخینه وڅېړو تر څو ناسم پوهاوی راکمې شي.

فمېنېسټ څوک دی؟

په ساده ډول، فمېنېست هغه څوک دی، چې د ښځو او نارینه وو په حقوقي، ټولنیزې، سیاسي او کلتوري برابرۍ باور ولري او له هغې دفاع وکړي. فمېنېستان باروی دي، چې نارینه تر ښځو غوره نه دي، بلکې له ښځو سره یو شان انسانان دي. فمېنېزم په لازمي ډول د نارینه وو ضد نه دي، بلکې د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې دي. لکه څنګه چې آدیچي وايي: «فمېنېست هغه څوک دی، چې د جنسیتي نابرابرۍ ستونزه تشخیصوي او غواړي هغه اصلاح کړي.»
فمېنېستان بارو لري، چې نر «غوره» انسان نه دی، بلکې له ښځې سره برابر انسان دی.

د فمېنېزم تاریخي مخینه
فمېنېزم د یوه فکري او ټولنیز غورځنګ په توګه، لږ تر لږه د څلورو څپو په بڼه، چې هره یوه یې د زده کړې، ملکیت، د رایې ورکولو حقونو، کار موندنې او ان د دوی د بدنونو او ژوند په اړه د پرېکړو کولو حق کې د ښځو د تاریخي نابرابرۍ په ځواب کې رامنځ ته شوی دی.

د دې فکري غورځنګ لومړۍ څپه د «۱۹ مې پېړې څخه د ۲۰ مې پېړۍ تر لومړیو پورې» په قانوني حقونو، د ښځو د رایې ورکولو حق، د ملکیت حقونو، زده کړې ته د لاسرسي حق باندې متمرکزه وه او د مهمو شخصیتونو لکه، امریکايي، لیکوال، فیلسیوف او سیاسي متفکر مري ولسټون کرافټ (Mary Wollstonecraft)له خوا مطرح شوه.

د مري ولسټون کرافټ پېژندل شوی کتاب د «ښځو د حقونو ملاتړ یا A Vindication of the Rights of Woman»» په ۱۷۹۲ کال کې په همدې برخه کې خپور شو. مري ولسټون کرافټ په خپل دې کتاب کې استدالال کوي، چې ښځې ذاتآ له نارینه وو کمزورې، کم عقلې یا احساساتي نه دي، بلکې له زده کړې د بې برخېتوب له امله داسې تر سترګو کېږي.

د هغې په باور هغه څه چې د «ښځو د طبیعت» په نوم پېژندل کېږي، د نابرابره روزنې او زده کړو محصول دی. مېرمن کرافټ په دې کتاب کې د ښځو لپاره د زده کړو، فکري خپلواکۍ او انساني کرامت د برابرۍ د فرصتونو غوښتنه کړې ده.

دا کتاب چې تر ډېره د پرمختللي فمېنېزم بنسټ اېښودونکی متن ګڼل کېږي، ټينګار کوي، چې که ښځې له ماشومتوبه یوازې د زړه راښکوونکي کېدو او مېرمن کېدو لپاره وروزل شي، نو طبیعي ده، چې د دوی عقل او فکري خپلواکي به وده ونه کړي.

نوموړې باوري ده، هغه ټولنې، چې لوستې ښځې ولري، غوره میندې، مسوول ښاریان او تر ټولو روغې انساني اړیکي ښايي ولري.

ولسټون کرافټ د روښانتیا فلسفې په تکیې سره په دې باور ده، چې انسان کېدل د عقل درلودلو پورې اړه لري. که چېرې عقل د اخلاقو او فضیلت معیار وي، نو ښځې هم باید د نارینه وو په شان عقلاني ودې لپاره برابر فرصت ولري.

د فمېنېسټ جوړښت دویمه څپه په (۱۹۶۰- ۱۹۸۰ لسیزو» پورې، چې پر ورځني ژوند او ټولینزو جوړښتونو راڅرځي تمرکز لري.

په دې پړاو کې، د کار، لاسي ګټې، جنسیتي رولونو، کورني تاوتریخوالي، او جنین د سقط کولو حق تر بحث لاندې نیول کېږي.

د فېمنېزم دویمه څپه، هغه پړاو دی، چې فېمېنېزم له «قانوني حقونو» ورپورته غوښتنو ته ځي او په ورځني ژوند کې د واک پر جوړښتونو په نیوکې رڼا اچوي. په دې څپه کې، نظریه، سیاست، شخصي او بدني ژوند یو له بله غوټه کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

د شلمې پېړۍ یو له مشهورو فیلسوفانو، لیکوالانو او روڼ اندو فمېنېست سیمون دوبووار (Simone de Beauvoir) هغه څوک چې د دې ځپې یو له خورا مهمو شخصیتونو څخه دی، له مبالغې پرته یې د فېمېنېزم د دویمې ځپې بنسټ کېښود.

هغه په خپل کتاب «دویم جنس (Le Deuxième Sexe)» کې، کوم چې د هغې تر ټولو مهم او اغېزمن کار او په ۱۹۴۹ کې د فېمېنېزم په تاریخ کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي، استدلال کوي، چې «ښځه، ښځه راوړونکې نه کېږي، ښځه کېږي.»

د سیمون دوبووار په فکر کې د «ښځینه طبیعت» نیوکه، د دویم جنس کتاب یو له خورا بنسټیزو او په ورته وخت کې د نازکو برخو څخه ده. د هغې د پوهېدا لپاره موږ باید په سمه توګه وګورو، چې هغه له څه شي سره مخالفت کوي او څه شی یې ځای ناستی کوي.

د هغې په باور په فلسفي، دیني او کلتوري دودونو کې معمولآ ویل کېږي، چې ښځې ذاتآ احساساتي دي، کمزوری منطق لری، ډېرې تړلې دي، او د مور کېدو او کور لپاره جوړې شوې دي، غیر فعالې دي او نارینه ترې فعال دي. او دا ځانګړنې په «طبیعي» او نه بدلېدونکې توګه وړاندې کېږي.

دوبووار څو برخې له هغې جملې، له برخلیک سره بيولوژیکي ګډوډي، د بېلکې په توګه، د ښځینه اصلي بدن «حیض، امیدواري، زېږون» چې هېڅ یو یې په خپله ټولنیز برخلیک نه جوړوي، بیانوي.

هغه استدلال کوي، چې «ښځه توب» د یوې ټولنیزې پروژې په توګه معرفي کېږي، په دې مانا، چې د ښځینه هویت، له روزنې، ښوونو، د ټولنې له انتظارونو او تحمیل شوي محدودیتونه دي. د هغې په اند، نجونې له همغه ماشومتوبه زده کوي، چې مننونکې وي، پر خپله ظاهري ښکلا ټینګار وکړي او د نورو د تاییدولو په لټه کې وي. د دې زده کړو ټولګه، هغه شیان جوړوي، چې وروسته د «ښځینه طبیعت» په توګه نومول کېږي.

دوبووار د ښځو احساساتي والی د ټولینز غبرګون د محرومیت پایله ګڼي. هغه استدلال کوي، چې کله د عمل، قدرت او خپلواکۍ امکان محدود وي، احساسات د عمل ځای نیسي، پر دې اساس احساساتي والی طبیعت نه، بلکې په بې واکه توب باندې غبرګون دی.

د درېيمې ځپې فمېنېزم «کابو د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې) په حقیقت کې د دویمې څپې محدودیتونو ته یو مهم ځواب دی. که دویمې څپې ویلي، چې «ښځې ځپل کېږي» درېیمه څپه پوښتي: کومې ښځې؟ چېرته؟ تر کومو شرایطو لاندې؟

دا پړاو په دې اصل جوړ شوی، چې د ښځو تجربې یولاسې، نړیوالې او یو شان نه دي. د دې فکري څپې په باور، په توکمیز، پوړ، قومیت، کلتور، ملیت، جنسي میلان، مذهب او استعماري تاریخ په تقاطع کې ښځینه توب، په بنسټیز ډول بېلابېلې تجربې رامنځ ته کوي.

د فمېنېزم درېیمه څپه دا اجازه ورکوي، چې ښځې باید خپله د خپلو کیسو ویوونکي وي او فمېنېزم له یوې «واحدې نخسې» ژغوري او د نړیوال، سیمه ییز او څو غږیز فمېنېزم لپاره لار هواروي.

بل هوکس (bell hooks) د درېيمې څپې فمېنېزم یو له خورا اغېزمنو شخصیتونو څخه، چې د نسل، طبقې او کتلور سره د فمېنېزم په اړیکه کې یې لویه ونډه اخیستې ده، په خپل کتاب «مګر زه ښځه نه یم؟: تورې ښځې او فمېنېزم» یا Ain’t I a Woman? Black Women and Feminism ا» کې استدلال کوي، چې د دویمې څپې فمېنېزم او ان ځینې لومړني خوځښتونه، په لویه کچه د سپین پوستو، منځنۍ کچې مېرمنو تجربې منعکس کړې دي.

هغې باور درلود، چې د دویمې څپې فمېنېزم «محدود او اشراف» شوی او رنګین پوست لرونکې او د ټیټې کچې ښځې یې له پامه غورځولې دي.

د فمېنېزم څلورمه څپه کابو د ۲۰۱۰ له لسیزې پیل شوې او د مخکنیو څپو په پرتله څو نوښتګرې او ډیجیټل محوره ځانګړنې لري. دغه څپه تر ډېره ټیکنالوژي، رسنۍ او عامه پوهاوی د فمېنېستي توکو په توګه کاروي.

د څلورمې څپې فمېنېزم تر ډېره له ټولینزو شبکو لکه، فسبوک، اېکس (پخوانی ټوېټر)، انسټاګرام او ټیک ټاک څخه د پیغام خپرولو او همغږۍ لپاره کار اخلي. د دې څپې تمرکز په کاري، زده کړو، ټولنیز چاپېریال او بنسټونو کې پر جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستې راچورلي، چې موږ یې د هشتګ کمپاینونو لکه #MeToo، #TimesUp، او #HeForSheبریالۍ بېلګې لرو.

په ډېجیټل پړاو کې د فمېنېزم دا ډول د جغرافیايي حدودو یا ټولنیزو طبقو په پام کې نیولو پرته، د بېلا بېلو ټولنو څخه د مېرمنو شخصي کیسو او ژوندیو تجربو ته لاسرسی آسانه کړی دی.

په دې پړاو کې په رسنیو او بحثونو کې په جوړښتي ظلم، د واک ناوړه ګټه اخیستنه، کلیشه يي او جنسیت ځپنې کلیمو باندې نیوکې کېږي.

ولې بده انګېرنه؟

فمېنېزم کې د برابرۍ غوښتنې له دې مخینې سره سره، د افغانستان په ګډون په ځینو ټولنو کې، د دې فکري جریان په اړه نظرونه تر ډېره بد انګېروونکي او ملنډې وهونکې دي.

د فمېنېستانو په اړه دودیزه کلیشې بې شمېره دي، له هغې جملې«عصباني ښځه»، «د واده ضد» یا د «نر ضد». په حقیقت کې فمېنېستان په ټولنه کې، په کور کې، په سیاست او نورو برخو کې په نابرابرۍ نیوکه کوي او نه نارینه د افرادو په توګه یا واده د ټولنیزې پدیدې په توګه، دغه کلیشې معمولآ د خوځښتونو د کمزوري کولو او د عادي مېرمنو او فمېنېستانو تر منځ د واټن رامنځ ته کولو لپاره رامنځ ته کېږي.

په افغانستان کې یو شمېر نارینه ان زده کړیالان باور لري، چې فمېنېستان تل غوسه وي یا د نارینه وو په اړه دښمني لري. همدارنګه تصور کېږي، چې فمېنېزم، واده، کورنۍ یا مور کېدل ګواښي، په داسې حال کې، حقیقت دا دی، چې فمېنېزم په واده کې د خپلواکې ټاکنې او برابرۍ غوښتونکی دی، نه د هغو د لمنځه وړلو.

د افغانستان په خواله شبکو کې، برابرۍ غوښتونکې ښځې کله کله د کنایې په توګه «وطني فمېنېستانې» نومول کېږي. دا په ډییجټل فضا کې د ملنډو، بد انګېرنې او ټولنیزې نیوکې ترکیبي اصطلاح ده.

واقعیت دا دی، چې د افغانستان په شان جګړې ځپلو او دودیزه ټولنو کې، هر ډول نوښت یا برابري غوښتل، چې له دودیزه او دیني باورونو سره په ټکر کې وي. معمولآ له قضاوتونو او ملنډو سره مخ کېږي. د فمېنېزم په اړه بد انګېرنه په واقعیت کې د نابرابرۍ د جوړښتونو لپاره ګواښ دی، نه د ښځو یا نارینه وو لپاره.

فمېنېستان غواړي جنسیتي عدالت رامنځ ته شي، د ټولو لپاره خپلواکه ټاکنه او برابر فرصتونه شتون ولري، نه دا چې د چا حق وخوړل شي.

د افغانستان په ټولنه کې ان د ځینو زده کړیالانو او لوستو کسانو تر منځ ښځې ځپوونکي باورونه دود دي. دا باورونه په دودیزه او کلتوري جوړښتونو، سختو جنسیتي رولونو او غیر مساوي زده کړه کې ریښې لري، چې د ښځو آزادي او خپلواکي محدودوي. ډېری لوستي خلک لا هم ښځې په عامه حوزو او پرېکړه کولو کې محدودې ګوري او باوري دي، چې د ښځو اصلي رول، کور او کورنۍ ده.
دغه انګېرنه د دې سبب کېږي، ان هغه کسان چې له پوهې او علم سره روږدي دي، جنسیتي برابري د دودیزه نورمونو لپاره ګواښ وبولي، فمېنېزم بدبینانه او د ملنډو وړ وبولي او په خواله رسنیو د فعالو ښځو لپاره په ملنډو او خندا سره د «وطني فمېنېسټ» اصطلاح وکاروي، ان پرته له دې، چې د یوې شېبې لپاره فکر وکړي.

اړوندې لیکنې

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده
خبر

طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه