د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده

31 دسمبر 2025
د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده

انځور:EU in Afghanistan

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده.

رخشانه: دغه سازمان نن (چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۵۰۸ زره او ۴۳۱ مشورې، بېرته راستنېدونکو، داخلي بې ځایه شویو او زیانمنو کورنیو ته ورکړل شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، دغه ملاتړ کې عمومي روغتیايي خدمات، د رواني روغتیا سلامشورې، او رواني- ټولنیزې مرستې شاملې وې.

د دې بنسټ په وینا، ۶۴ زره او ۹۴۷ ښځې له روغتیايي خدماتو برخمنې شوې او له ۹۱ زره زیات په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان زیاته کړې، له ۴۸ زره زیاتو کسانو د رواني روغتیا او رواني – ټولنیز ملاتړ سلامشورې تر لاسه کړې دي.

طالبانو پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی په پوهنتونونو په ځانګړې توګه د طب په برخه کې له زده کړو راګرځولې دي. د دې محدودیت لګولو اغېزې مستقیمآ د هېواد په روغیتايي برخه پرېوتې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

دې محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له زیات محدود کړی او دا به د عمومي روغتیا په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې له ځان سره ولري.

نړیوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کادرونو له کمښته خبرداری ورکړی ویلي یې دي، چې دغې ډلې په پوهنتونو کې د ښځو د تحصیل په وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره د هېواد روغتیايي فلج کړی دی.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه