د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

1 جنوري 2026
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې په تخار، پروان، بلخ، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له کبله، د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې، د الکولي مشروباتو د پېر او پلور، غلا، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، د بل چا کور ته د تللو او له واده بهر د جنسي اړیکې په تورونو په دې پنځو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (مرغومي ۷ مه) د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې او له کوره د تېښتې په تور د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (مرغومي ۸ مه) د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور، د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

سه شنبې د (مرغومي ۹ مه) د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي او په دوه میاشتو او یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.
پنشنبې د (مرغومي ۱۱ مه) په بلخ، ارزوګان او ننګرهار ولایتونو کې اته تنه د الکولي مشروباتو د پېر او پلور، غلا، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، د بل چا کور ته د ځای لېږدولو او له واده بهر جنسي اړیکې په تورونو په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د الکولي مشروباتو د پېر او پلور په تور په بلخ ولایت کې ۳۹ دورې و وهل شو او په یوه کال او دوه میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

شپږ تنه بیا د غلا، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او د بل چا کور ته د ځای د لېږدولو په تور د اروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

معلومه نه ده، چې یاد کسان په څومره تنفذي بند محکوم شوي دي.

یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور د ننګرهار ولایت لعل پوره ولسوالۍ کې ۳۹ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه