(مستعار نوم) کرشمه نادر
زما د ژوند څلور کاله، چې د پوهنتون د سند په لرولو، راتلونکې او په خپلو پښو درېدو سره پای ته رسېدلی شوای، د وخت په تېرېدو په انتظار، ویجاړېدو او خبربېدو کې تېر شول.
که طالبانو د پوهنتون دروازه نه وای تړلې، نن به بریالیتوب ته یو ګام نېږدې وای او اوس به له پوهنتونه فارغه شوې وای.
ما په ډېرو سختیو تازه ښوونځی پای ته رسولی وو، پوهنتون ته د داخلېدو په انتظار وم، چې مزارشریف ښار د طالبانو لاس ته ولوېد. د طالبانو تر راتګ وړاندې مې د کورنۍ هر غړی په خپل کار بوخت وو. ورور مې د زده کړو تر څنګ په ټولنیزو فعالیتونو بوخت وو. پلار او مور مې په بهرنیو دفترونو کې کار کاوه، کله چې د تیارو بوی په کوڅو کې خور شو، په کور کې مو لوی بدلون راغی.
د هغو ورځو لیکل خورا سخت دي، زه نه شم کولی کلمې سره و اوډوم تر څو هغه سخت وضعیت تعریف کړم. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، هغه خوښه او خوشحاله کورنۍ، یو دم د ناهیلیو په یوه لویه توره کنده کې ولوېده، مور مې پرېکړه وکړه، چې زه او زما دوه وروڼه په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شو. خو ما ونه غوښتل، چې هېواد پرېږدم.
مور مې خپلې ګاڼې وپلورلې تر څو درې تنه له افغانستان څخه ووځو، زه او دوه وروڼه مې. خو په دې دلیل، چې پر قاچاقي لارو نجونې ډېرې زیان مننوونکې دي، پرېکړه پر دې شوه، چې زه پاتې شم، له دې پرېکړې وروسته مې فکر هوسا شو، دوه وروڼو مې چې زموږ هیله وه، په ناهیلۍ او له غمه ډک زړه د مسافرۍ پیټي وتړل او هېواد یې پرېښود. په هغې ورځ مې پلار وژړل، پټه ژړا، د هغه سړي په څېر چې د کور ستنه یې نړېدلې وي او موږ له غمه په ډک زړه د دې شېبې ننداره کوله.
خو اوس دا مطلب لیکم، د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله تېر شوي دي، څلور کاله کېږي، چې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې دي، معلومه نه ده، چې دا وضعیت به تر کله دوام وکړي، د امیدونو لارې ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
له یوې مودې وروسته مې یوه ویډیو تر لاسه کړه، زما د وروڼو ویډیو د خپل وطن او ایران تر منځ په پوله کې وو، دوه وروڼه چې خړ کمېسونه یې اغوستي، سپېرې او زړې څېرې یې درلودې، په ویډیو کې قاچاق وړونکي په بلوڅي ژبه، چې په خبرو پوهېدل یې ګران وو، وايي، دا خلک یرغمل شوي او تاسو باید پیسې ورکړۍ.
هر څو هڅه مې چې کوله دا ویډیو پټه کړم، تر څو مې مور او پلار خبر نه شي، چې په زامنو یې څه راغلي، بریالۍ نه شوم. پلار مې د هغه ماشوم په څېر چې خپله مور یې له لاسه ورکړې وي، ژړل. د هغې شپې وضعیت په الفاظو کې نه شي بیانېدای، په هغه شپه ما او زما کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ لاندې د ژوند ترخه نوره هم احساس کړه. درې میاشتې تېرې شوې، تر څو مې وروڼه له هغه وضعیت څخه وژغورل شي او د ایران خاورې ته ننوځي.
د بې پایه فکرونو او وېرې سره چې هېڅکله پای ته ونه رسېده، یوه ورځ مې تصمیم ونیوو، چې پوهنتون ته لاړه شم، د لارې په اوږدو کې وېرېدم، ځان مې د بلخ پوهنتون تر دروازې ورساوه، د نوم لیکنې پاڼه مې واخیسته او نوم لیکنه مې وکړه، د ښار او پوهنتون چاپېریال خورا ځانګړی او حیرانوونکی وو.
په لومړۍ ورځ اړ شوم، له اوږدو تورو جامو سره پوهنتون ته د ننه شم، خو ذهن مې لا هم رنګ درلود، زما لپاره پوهنتون د رڼا وروستۍ ټوټه وه، د تحصیل تر څنګ مو د بېلا بېلو ولایتونو له یو څو ځوانانو سره د «موسکا بنسټ» په نوم یوه کوچینی او بې جوازه بنسټ جوړ کړ او د ښار له لاسي توکو پلورونکو ماشومانو سره مو مرسته وکړه.
د طالبانو د محدودیتونو په منځ کې پوهنتون ته تګ ورځ تر بلې سختېده. هره ورځ له روحي ځورېدنې سره پوهنتون ته ننوتم، چاپېریال له ژور کړاو او غمه ډک وو. هره ورځ د ډېری نجونو په برخه د طالبانو دورې وهل وو، یوه د ماسک نه اغوستلو، بله یې د یو څو تاره وېښتانو معلومېدو په دلیل. د پوهنتون دروازه به یې وتړله، یوازې د دې په خاطر چې یوې نجلۍ رنګه ټکرۍ په سر کړی وو، د حجاب د رنګ په خاطر سپکېدې او توهین ورته کېده او طالبانو ټینګار درلود، چې حجاب باید تور رنګ ولري.
دا یوازې پلمه وه او غوښتل یې د پوهنتون دروازه د تل لپاره د نجونو پر مخ وتړي. ویل به یې ظلم پرې کوو تر څو خپله لاس په سر شي. خو نجونې سرکښه وې او دا ظلم یې هم نه مانه.
خو له دې ظلمت او تیارو سره مې دوه سمستره پای ته ورسول. د کال د وروستي سمستر ازموینې مو پای ته ورسولې، چې ناڅاپه مو یو تریخ خبر تر غوږو شو. د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول.
رنګ مې والوت او د ناباورۍ چیغه مې له خولې ووته. زه تازه بېرته ژوند ته راګرځېدلې وم، خو بیا یې له ما ژوند واخیست. نن له هغې ورځې څلور کاله تېر شوي دي. که پوهنتون پرانستی وای، زه او ټولګيوال به مې نن فارغ وای. خو په هغه خاوره چې پوهنتون مري، خلک له خپلو خوبونو وړاندې ښخېږي.







