د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یو تن د خپل ورور مېرمن وژلې ده

4 جنوري 2026
ننګرهار کې یو تن د خپل ورور مېرمن وژلې ده

ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یوه سړي د خپل ورور مېرمن وژلې ده.

رخشانه: جلال آباد ښار کې دوه سرچینو ویلي، دغه ښځه نن (یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه) د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې د «کمپونو» په سیمه کې وژل شوې ده.

د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي، دغه ښځه شاوخوا ۳۶ کاله عمر درلود او د خپل لېوره له خوا د تومانچې په ډزو وژل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه ښځه د کورني تاوتریخوالي له کبله وژل شوې، خو سرچینې په دې اړه، چې دې ښځې اولاد هم درلود که نه، جزیات نه دي ورکړي.

یوې بلې سرچینې هم چې نه یې غوښتل هویت یې فاش شي ویلي، دا سړی په نشه يي توکو روږدی وو او له پځوا سربېره پر دې چې نشه يي وو، بې روزګاره هم وو.

د رخشانې رسنۍ سرچینو زیاته کړې، دغه کس د خپل ورور د مېرمنې تر وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

ننګرهار د هېواد ختیځ کې یو له هغه ولایتونو دی، چې له دې وړاندې هم په کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.

واک ته د طالبانو د بیا راتګ وروسته، مرموز قتلونه، وژنې او د ښځو او نجونو ځان وژنې او جنايي پېښې په هېواد کې زیاتې شوې، خو په دې اړه کره شمېرې شتون نه لري.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه