د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له لږ لیده ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

4 جنوري 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له لږ لیده ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه اعلامیه کې، د لږ لیده ښځو او ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

رخشانه: دغه بنسټ نن (یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه د برېل نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي: «کله چې لږ لیده ښځې او نجونې برېل لیک ته لاسرسی ولري، خپلې کیسې خپله لیکي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټينګار کړی، هغه لږ لیده ښځې او نجونې، چې برېل لیک ته لاسرسی لري، «خپله خپلواکي تر لاسه کوي او یوه پراخه نړۍ جوړوي.»

ملګرو ملتونو هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، معلولیت لرونکي کسان ان په عادي شرایطو کې هم له نورو لږ، روغتیايي خدماتو، زده کړو او کار ته لاسرسی لري او په ټولنه کې یې ګډون هم کم دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، «معلولیت لرونکې کسان تر ډېره د بېوزلۍ سره مخ کېږي، له تاوتریخوالي لوړې بیې، نه پاملرنه او ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کوي او په هره ټولنه کې، چې له بحران سره مخ دي، له تر ټولو څنډې ته کړای شویو ډلو څخه ګڼل کېږي.»
د برېل نړیواله ورځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اړیکو د یوې وسیلې په توګه د برېل د ارزښت او د ړندو او لږ لیده کسانو د بشري حقونو د بشپړ تحقق په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې په افغانستان کې معلولیت لرونکې ښځې او نجونې له جدي ننګونو او «په پام کې نه نیولو» سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه