د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: نړۍ باید افغانستان کې د ښځو د حقونو په سرغړونو سترګې پټې نه کړي

5 جنوري 2026
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: نړۍ باید افغانستان کې د ښځو د حقونو په سرغړونو سترګې پټې نه کړي

Economic and Social Council: Operational Activities for Development Segment Opening Session DSG

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال آمنه محمد، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې وايي، نړۍ باید افغانستان کې د هغوی له حقونو په سرغړونو سترګې پټې نه کړي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پرون ناوخته (یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، «د ښځو حقونه په هر ځای کې د بشر حقونه دي.»

هغې پر دوام لیکلي، په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو له هغې جملې زده کړو، کار، امنیت او د تګ راتګ خپلواکۍ کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو سرغړاوي ته په اشارې ټینګار کړی، چې «نړۍ باید پر دې سرغړونو خپلې سترګې پټې نه کړي.»

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو او اساسي خپلواکیو سخت محدودیتونه لګولي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، طالبانو د ښځو په وړاندې د ۷۹ فرمانونو په صادرولو سره، افغانستان د ښځو لپاره په تر ټولو بحراني هېواد بدل کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

اوچا زیاته کړې وه، طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې تر اوسه ۴۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې ۷۹ هغو یې مستقیمآ ښځې او نجونې موخه ګرځولې او هغوی یې د تګ راتګ، په زده کړو کې د ګډون، کار، اقتصاد او عمومي ژوند له خپلواکیو محدودې کړې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه