د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات ښار کې د ښځو لپاره څلورم ځانګړی سوداګریز مرکز پرانستل شو

8 جنوري 2026
هرات ښار کې د ښځو لپاره څلورم ځانګړی سوداګریز مرکز پرانستل شو

هرات ولایت کې یو شمېر سوداګرو ښځو په یوه تازه نوښت کې د ښځو لپاره څلورم ځانګړی سوداګریز مرکز په هرات ښار کې پرانستی دی.

رخشانه: دغه سوداګریز مرکز له یوې نیمې میاشتې راهیسې، د هرات ښار د ګلانو څلور لارې کې د ملي سنټر پلورنځي په درېیم پوړ کې پرانستل شوی دی.

په دې مرکز کې ښځې د ښکلا کلېنیک، د جامو پلورنځیو، د سینګار او روغتیايي توکو او سیم کارتونو د ثبت او راجستر په برخو کې فعالیت کوي.

د ښځو لپاره دا ځانګړی شوی مرکز د خدیجه کبرا سوداګریزو مرکزونو، ښخو برخې د مرمر بازار او فردوسي وروسته څلورم ښځینه بازار دی.

د هرات ښار د ملي سنټر پلورنځي مسوولینو او سوداګرو ښځو، د ښځو لپاره ځانګړې شوې څانګې ته د نارینه وو ورتګ بند کړی دی.

د هرات یوې سوداګره مېرمن دنیز احمدي رخشانې رسنۍ ته وویل، چې دې د شاوخوا درې میلیونه افغانیو پانګونې سره د «مارال بیوټي» کمپلېکس پرانستی، چې په کې د جامو او سینګار توکو پلورنځي، د ښکلا کلېنیک او یو رستورانټ شامل دي.

دې سوداګرې مېرمنې له دې وړاندې کابو ۱۴ کاله په هرات کې د سینګاروونکې په توګه فعالیت درلود، خو د طالبانو له لوري د سینګارتون په برخه کې د ښځو په کار تر بندیز او د کسب له لاسه ورکولو وروسته د «مارال بیوټي» کمپلېکس جوړ کړی دی.

احمدي دا مهال د لږ تر لږه ۵۸ ښځو لپاره کاري فرصت برابری کړی دی. هغې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «۱۴ کاله مې په هرات کې د سینګارګرې په توکه کار وکړ، خو کله چې سینګارول منع شول، د خپلو جامو د تولید څانګه مې پرانسته او له زده کړو پاتې او له ایران څخه راستنې شوې ښځې مې د کارکوونکو په توګه وګمارلې.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

په هېواد د طالبانو تر واکمنۍ او له کار او زده کړو څخه د ښځو تر محرومیت وروسته، یو شمېر مېرمنو سوداګرۍ ته مخه کړې او یو شمېر نورې یې د پلور او خیاطۍ په برخو کې د ښځو لپاره په دې ځانګړي شوي مرکز کې په کار بوختې دي.

مېرمن احمدي د مارال بیوټي کمپلېکس د رامنځ ته کولو تجربه «ګټوره او اغېزمنوونکې» بللې او له هغو ښځو او نجونو چې د محدودیتونو له امله په کور ناستې دي، غواړي، چې په هوډ او هڅو سره د ځان لپاره کاري فضا رامنځ ته کړي او ځان بساینې ته ځان ورسوي.

هغه هیله منده ده، چې هرات کې به یې د کار په پراخېدو سره د خپل برنډ نورې څانګې په نورو ولایتونو کې هم پرانیزي. احمدي د دې له کار څخه د ښځو د ستاینې په اړه و ویل: «له دې کمپلېکسه د ښځو هرکلی خورا ښه وو، ښځې کولی شي په دوستانه او ارامه فضا کې پلورنځي ته راشي او او پېرودونه وکړي، له خپلو ملګرو سره وخت تېر کړي او خواړه وخوري.»

په هرات کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو محدودیتونو په ترڅ کې د دې ښار یو شمېر پلورنځي، په ځانګړې توګه ملي سنټر، مرمر او فردوسي سوداګریزو مرکزونو، په خپلو پلورنځیو کې د ښځو او نارینه وو لپاره ځانګړې څانګې جوړې کړې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه