د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: نړۍ د افغان ښځو پوروړې ده

8 جنوري 2026
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: نړۍ د افغان ښځو پوروړې ده

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس وايي، «نړۍ د افغان ښځو ستره پوروړې ده، هغه پور چې تر اوسه نه دی ورکړل شوی.»

رخشانه: هغه دا څرګندونې نن «پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه) د مادرید د سفیرانو په خبري ناسته کې مطرح کړې.

د دې کنفرانس په څنډه کې له هغې خونې، چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو د ملاتړ او د هغوی د حقونو او خپلواکۍ د مبارزې د درناوي په پار د «افغان ښځو او نجونو» په نوم نومول شوې، هم مخکتنه وشوه.

له دې خونې د مخکتنې په مراسمو کې، د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز، د بهرنیو چارو وزیر او د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم شتون درلود.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر دې خونې د مخکتنې په جریان کې و ویل چې «د افغان مېرمنو موضوع» ورته ځانګړی ارزښت لري او هېواد به یې د افغان ښځو ملاتړ ته همداسې دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ښځو سازمان مشرې فوزیې کوفي دغه ګام «که څه هم کوچینی» خو د افغان ښځو له مبارزې د اسپانیا عملي ملاتړ وباله.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر حوزه مانوئل آلبارس څه موده وړاندې د افغان ښځینه فعالانو په ناسته کې اعلان کړی وو، چې د افغان ښځو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دی او د طالبانو ډله به په رسمیت ونه پېژني.

په دې ناسته کې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې به د افغان ښځو په ملاتړ او د خپلو حقونو او خپلواکیو لپاره د هغوی د مبارزې په پار به یوه خونه ونوموي.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او خپلواکیو په اړه سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

سره له دې، چې دا محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له خوا سخت غندل شوي، خو طالبانو نه یوازې دا چې دا محدودیتونه لرې کړي نه دي، بلکې لا یې زیات او سخت کړي دي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه