د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په اتو ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۲۸ تنه په دورو وهلي دي

8 جنوري 2026
طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې په بلخ، خوست، غزني، کابل، پروان، کونړ، پکتیکا او میدان وردګ ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له امله، د دوه ښځو په ګډون اته تنه په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د غلا، نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، نشه يي توکو د پېر او پلور او د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور، په دې اتو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (مرغومي ۱۴ مه) بلخ، خوست او غزني ولایتونو کې څلور تنه د غلا په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د غلا په تور د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

دوه تنه د غلا په تور د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

یو بل تن بیا د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د غلا په تور د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې وهل شوی او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

دوشنبې د (مرغومي ۱۵ مه) په بلخ، کابل، پروان او کونړ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷ تنه د غلا، نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، نشه يي توکو د کارونې او پلور او د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تورونو د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یوه ښځه د نامشروع اړیکې په تور د کابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوې او په اووه میاشتې تنفذي بند هم محکومه شوې ده.

یو تن له واده بهر د جنسي اړیکې په تور د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې ۳۹ دورې وهل شوې ده.

معلومه نه ده، چې دغه کس په څومره بند محکوم شوی دی.

۱۲ تنه د نشه يي توکو د کارونې او پلور په تور په پروان ولایت کې له ۱۰ تر ۱۵ دورو وهل شوي او له یوه کاله تر درې میاشتو او یوې میاشتې تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوه تنه د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او له واده بهر جنسي اړیکې په تور په کونړ ولایت کې له ۲۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي او له یوه تر دوه کلونو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (مرغومي ۱۷ مه) څلور تنه د غلا په تور په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

درې تنه د غلا په تور د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورو وهل شوي او په شپږ میاشتې او یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شول.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

یو تن د غلا په تور د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې په عام محضر کې ۲۰ دورې وهل شوی او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

پنشنبې د (مرغومي ۱۸ مه) د یوې ښځې په ګډون درې تنه د نامشروع اړیکې په تور په میدان وردګ ولایت کې له ۳۰ تر ۳۹ دورو و وهل شول او په څلور میاشتو او په یوه او ۱۲ کلونو په تنفذي بند باندې محکوم شول.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه