د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یوې ښځې ژوند واخیست

8 جنوري 2026
کونړ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یوې ښځې ژوند واخیست

کونړ کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی، یوه بله ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

رخشانه: د کونړ اسمارو ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا شفق سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون ماسپښین (چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه) د دې ولسوالۍ په «اغذ باغ پیتاو» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، د ناچاودو توکو د چاودنې په پایله کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی، یوه بله ښځه ژوره ټپي شوې او یو ماشوم سربېرن ټپی شوی دی.

د ناچاودو توکو ډول او د چاودنې رامنځ ته کېدو څرنګوالی معلوم نه دی.

د اسمارو لپاره طالب ولسوال زیاته کړې، د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د کونړ مرکز اسعدآباد روغتون ته لېږدول شوي، خو د یوه تن روغتیايي حالت ښه نه دی.

نوموړي د دې پېښې د ټپیانو او قرباني د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د دې ولایت په نورګل ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې، د جګړو مهال د پاتې شوو ناچاودو توکو د چاودنې له آمله، یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی وو او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي وو.

ناچاودي توکي، ماینونه او د جګړو مهال پاتې شوي جنګي توکي هر کال د هېواد د سلګونو وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو ژوند اخلي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه