د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ایران کې افغان کډوال له سیستماتیک محرومیت او اساسي اړتیاو ته له نه لاسرسي سره مخ دي

11 جنوري 2026
ایران کې افغان کډوال له سیستماتیک محرومیت او اساسي اړتیاو ته له نه لاسرسي سره مخ دي

د ایران په ګوټ ګوټ کې د لاریونونو له دوام سره هممهاله «په جلاوطنۍ کې د خپلواکوغورځنګ» اعلان کړي، چې ایران کې افغان کډوال له سیستماتیک محرومیت او اساسي اړتیاو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت «بېړنۍ» بللی او هغوی ته یې د رسېدنې او پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په جلاوطنۍ کې د خپلواکو غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: د هغوی [په ایران کې د افغان کډوالو] لپاره لومړنیو خوړو ته لاسرسی محدود یا عملآ تړل شوی دی.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو دا وضعیت «د بشر د بنسټیزه حقونو، د نه تبعیض او ژوند د حق څخه ښکاره سرغړونه» وبلله وايي، د دې دوام د یوه پټ انساني ناورین لپاره خطر په جدي توګه زیات کړی دی.
په جلاوطنۍ کې د خپلواکو غورځنګ، د دې بحران د ارزونې او کابو کولو لپاره، د ملګرو ملتونو په ځانګړې دوه د کډوالو نړیوالې کمېشنرۍ او د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د مداخلې غوښتنه وکړه.
د دې اعتراضي غورځنګ غړو همدارنګه لومړنیو خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او لومړنیو اړتیاوو ته له تبعیض پرته د افغان کډوالو د بېړني لاسرسي او خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

دوی د خپل سرو نیونو او په زور شړلو د بندېدو او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د ځانګړي خوندیتوب کړنلاو په رامنځ ته کولو ټينګار کړی او د نړیوال خوندیتوب، بیا مېشتېدنې او په بېړنیو حالاتو کې د کډوالو لپاره د خوندي لارو د رامنځ ته کولو پروسې د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۱۲ په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د پخواني افغان حکومت ډېری نظامیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او تر اوسه د ور کډه شویو هېوادونو د منلو وېزو په تر لاسه کولو بریالي شوي نه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

ډېری له دې کډوالو چې د کوربه هېوادونو له لوري افغانستان ته بېرته لېږل شوي، د طالبانو له لوري نیول شوي او زنداني شوي دي، او نور کډوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ایستلو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه