د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: ۲۰۲۶ کې به افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري

13 جنوري 2026
یونیسف: ۲۰۲۶ کې به افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري

یونیسف.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اټکل کړي، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به ۲۱.۹ میلیونه وګړي، له دې جملې، ۱۱.۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

رخشانه: دغه بنسټ نن (سه شنبې د مرغومي ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د اړمونو سره د بشري مرستو په خاطر د ۹۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف ویلي چې «د افغانستان خلک همدارنګه د پرلپسې بحرانونو له ټولګې لکه طبیعي پېښې، د ملاتړ او ساتنې، اقتصاد، اساسي خدماتو ته د لاسرسي او اقلیمي بدلونونو د ټکانونو فضا محدودېدو» سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په وینا، د ساتنې او ملاتړ بحران د سختېدو په حال کې دی او امیدواره ښځې، ماشومان، ځوانان او څنډې ته کړای شوې ډلې، له زیاتو ننګونو سره لاس او ګیرېوان دي.

یونیسف ټينګار کړي، چې د شرایطو په لا خرابېدو سره، د دوی دوامداره شتون د حیاتي خدماتو وړاندې کولو او د ټولنې تر ټولو زیان مننونکو برخو د خوندیتوب لپاره اړین دی.
دغه بنسټ پر دوام ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو «د خوندیتوب خطرونه زیات کړي او د ټولنې اوږدمهاله انعطاف ګواښي، چې پایلې به یې راتلوونکو نسلونو کې هم احساس شي.»

یونیسف وايي، له دې بنسټه ملاتړ «د دې تضمین لپاره چې په افغانستان کې هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او غوړېدو فرصت ولري، حیاتي دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه