د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پاکستاني پولیسو یوه افغان ښځینه خبریاله نیولې ده

13 جنوري 2026
پاکستاني پولیسو یوه افغان ښځینه خبریاله نیولې ده

پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو تر منځ سرچینې وايي، د دې هېواد پولیسو یوه افغان ښځینه خبریاله نیولې ده.

رخشانه: یوې خبرې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه ښځینه خبریاله، سمین محمدي چې په اسما محمدي مشهوره ده، نن (سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه) له ماسپښین مخکې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د اسلام آباد له «فیصل ټاون» څخه نیول شوې ده.

سرچینې چې نه غوښتل نوم یې په خبر کې یاد شي وايي، د دې ښځینه خبریالې تر نیول کېدو وروسته، د هغې شمېره هم له اړیکې نیولو وتلې ده.

سرچینې زیاته کړې، اسما محمدي له تېرو څه باندې دریو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کاوه.

د سرچینې د خبرو په وینا، دې ښځینه خبریالې د وېزې نه نوي کېدو په دلیل په پټه په یوه کور کې ژوند کاوه. دا خبریاله د پروان د سیمه ییزه رسنیو سره د همکارۍ مخینه لري.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا ښځینه خبریاله چېرته لېږدول شوې ده.
د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د پخواني حکومت ډېری نظامیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان، چې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، تر اوسه د کډوال مننوونکو هېوادونو د وېزې په تر لاسه کولو نه دي بریالي شوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د دې کډوالو ډېری چې د کوربه هېوادونو له لوري بېرته افغانستان ته استول شوي، د طالبانو له لوري نیول شوي او زندني شوي او نور کډوال په دوامداره توګه، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ایستلو په ګواښ اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه