د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په اتو ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۳۶ تنه په دورو وهلي

15 جنوري 2026
طالبانو د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې، په بلخ، کابل، غزني، کونړ، پکتیا، هرات او کندوز ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۳۶ تنه د بېلا بېلو تورونو له کبله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د الکولي مشروباتو د قاچاق، له واده بهر جنسي اړیکې، د دوه نارینه وو تر منځ جنسي اړیکې، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکې، غلا او الکولي مشروباتو د څښلو او قاچاق په دې اتو ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

د شنبې په ورځ (مرغومي ۲۰مه) بلخ کې دوه تنه د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې و وهل شول.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

د یکشنبې ورځ «مرغومي ۲۱ مه» د کابل چهارآسیاب ولسوالۍ کې یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شو او په درې کاله تنفذي بند محکوم شو.

دوشبنې «مرغومي ۲۲ مه» کونړ او پکتیا کې ۹ تنه د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او اخلاقي فساد په تور د خلکو په وړاندې په دورو و وهل شول.
درې تنه د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور په کونړ ولایت کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شول او په درې کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

شپږ تنه د اخلاقي فساد په تور د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورو وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

سه شنبې «مرغومي ۲۳ مه» دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې ۱۰ او ۳۵ دورې وهل شوي او له شپږو تر اتو میاشتو پورې د تنفذي بند حکم پرې شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

چهارشنې «مرغومي ۲۴ مه» د یوې ښځې په ګډون اته تنه د اخلاقي فساد، غلا او دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور په پکتیکا او غزني کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

پنځه تنه د اخلاقي فساد، غلا او دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور د پکتیکا ولایت خوشامند او وازه خوا ولسوالیو کې د خلکو په وړاندې د ۱۵ تر ۳۵ دورو وهل شوي او له یوه کاله تر دوه کلونو او شپږو میاشتو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون درې تنه د اخلاقي فساد او غلا په تور د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۵ دورو وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

پنشنبې «مرغومي ۲۵ مه» د یوې ښځې په ګډون ۱۴ تنه، د نامشروع اړیکې، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې، غلا، الکولي مشروباتو د څښلو او قاچاق په تور په هرات، کونړ او کندوز ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو و وهل شول.

د یوې ښځې په ګډون اووه تنه د نامشروغ اړیکې، د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او غلا په تور د هرات ولایت، ادرسکن، پښتون زرغون او شنیډنډ ولسوالیو کې د خلکو په وړاندې له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان په دې درې ولسوالیو کې د طالبانو د ابتدایه محکومو د پرېکړو پر اساس په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یو تن د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور د کونړ ولایت غازي آباد ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوی دی.

څلور تنه د الکولي مشروباتو د څښلو او قاچاق او دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور په کندوز ښار کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او همدارنګه په دوه میاشتو او دوه کلونو تنفذي بند محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه