د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د افغانستان د غالۍ اوبدلو او څرخ کارانو کابو ۹۰ سلنه ښځې دي

17 جنوري 2026
یوناما: د افغانستان د غالۍ اوبدلو او څرخ کارانو کابو ۹۰ سلنه ښځې دي

UN WOMEN AFGHANISTAN

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی دفتر (یوناما) ویلي، د افغانستان د غالۍ اوبدلو او څرخ کارانو شاوخوا ۹۰ سلنه ښځې دي.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ (جمعه د مرغومي ۲۶ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، ډېری هغه مېرمنې، چې « د [غالیو] د تولید په کړۍ کې کار کوي، کم مزدوري تر لاسه کوي.»

یوناما ویلي، تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر د «ازبیکستان په آزاد آیریتوم» سیمه کې ځانګړی ورکشاپ په لار اچولی وو، تر څو د غالیو د تولید په ټولو پړاونو کې د افغان ښځو لپاره د څرخ کارۍ او اوبدلو فرصتونه زیات کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې، د افغانستان په شمال کې بلخ ولایت د ملي غالیو د تولید ۷۰ سلنه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي دي: «له ښځو د غالیو د تولید په هر پړاو کې باید ملاتړ وشي، د وړیو او سنۍ کولو له تولید نیولې، تر اوبدلو، بشپړولو او د سوداګریزې پراختیا پورې.»

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

هغې زیاته کړې، «د افغانستان د غالیو صنعت د افغان ښځو د هڅو او مهارتونو له کبله دومداره پاتې شوی دی.»

فرګوسن ژمنه وکړه چې «د ښځو مشرتابه» به پیاوړی کوي، تر څو ډاډه شي، چې هغوی له هغو لویو کلتوري او اقتصادي ارښتونو چې رامنځ ته کوي یې، ګټمنې شي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه