د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ناطره رشیدي او خدیجه احمدزاده نیول ښځو ته سپکاوی دی

18 جنوري 2026
معترضې ښځې: د ناطره رشیدي او خدیجه احمدزاده نیول ښځو ته سپکاوی دی

د «افغان ښځو د همت» اعتراضي غورځنګ ویلي، کندوز کې د ځايي خبریالې ناظره رشیدي او هرات کې د یوې لوبغاړې خدیجه احمدزاده خپل سره او غیرقانوني نیونه، د ښځو عزت ته سپکاوی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه) په یوه اعلامیه کې له ښځو سره د طالبانو چلند د اساسي مدني حقونو ښکاره سرغړونه، د شریعت د اصولو خلاف او د انساني کرامت سره په ټکر کې وباله.

د دې اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: «له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومول، نه د اسلام صریح حکم دی او نه هم عدالت. دغه چلند د اساسي مدني حقونو څخه ښکاره سرغړاوی، د شریعت د اصولو خلاف او له عقل، عدالت، او انساني کرامت سره په ټکر کې دي.»

معترضو ښځو ویلي چې «د ښځو سپکاوی د نیمايي ټولنې سپکاوی دی او هغه ټولنه چې خپل نیمايي غلې کوي، هېڅکله به عزت، ثبات او پرمختګ ته ونه رسېږي.»

هغوی د طالبانو له بنده د دې ښځینه خبریالې او ښځینه تکواندو روزونکې د خوشي کېدو غوښتنه کړې وايي، د طالبانو له لوري د دوی نیول، «د هغوی عزت او شرافت ته سپکاوی دی، نه له هغوی ساتنه.»

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ تېره ورځ، د طالبانو له بنده د ناظره رشیدي او خدیجه احمدزاده د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

کندوز کې سیمه ییزه ښځینه خبریاله ناظره رشیدي دوه اوونۍ وړاندې د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۶ مه) له کوره له وتلو وروسته نیول شوې وه.

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې غړې او د دې څانګې روزونکې خدیجه احمدزاده د تېرې اوونۍ د شنبې ورځ د (مرغومي ۲۰ مه) د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوه پټ کلپ څخه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

پر دې ښځینه روزونکې سربېره د هغې پلار او هغه سړی، چې خپل کور یې دې پټ ښځینه کلپ ته ځانګړی کړی وو، هم له هغې سره نیول شوي او له څو ورځو وروسته، د طالبانو له بنده خوشي شوي دي، خو احمدزاده لا هم د طالبانو په بند کې ده.

د دې ښځینه خبریالې او د ښځو روزونکې نیولو په خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. معترضې مېرمنې، د بشري حقونو فعالان او د لوبو مشهورې او پېژندل شوې څېرو، د طالبانو له بنده د دې دو تنو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتونه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه