د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کابل کې چاودنه، اووه تنه وژل شوي او د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي

19 جنوري 2026
کابل کې چاودنه، اووه تنه وژل شوي او د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي

د ایمرجنسۍ روغتون چارواکي وايي، د کابل په شهر نو کې د نن په چاودنه کې د اوو وژل شویو او ۱۳ ټپیانو په ګډون ۲۰ تنه دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

رخشانه: دغه روغتون نن ماښام (دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې پېښې وژل شوي او ټپیان د دغه روغتون «بېړنۍ څانګې» ته لېږدول شوي دي.

ایمرجنسي روغتون په خپله اعلامیه کې لیکلي، د دې پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر لنډمهالی دی.

په افغانستان کې د دې روغتون مدیر دژان پنیک ویلي، ځینې ټپیان د عملیاتو لپاره تر ارزونې لاندې دي.

کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د دې چاودنې پخلی کړی وايي، دغه چاودنه د شهر نو د «ګل فروشۍ» په کوڅه کې د «چیني نودل» مشترک هوټل کې رامنځ ته شوې ده.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه هوټل په مشترکه توګه د یوه چنیايي مسلمان عبدالمجید، د هغې د مېرمنې او د عبدالجبار محمود په نوم د یوه افغان وګړي له خوا پر مخ وړل کېده.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

هغه زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې د ایوب په نوم یو مسلمان چیني وګړي او شپږو تنو افغانانو ژوند بایللی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

ځدراڼ ټینګار کړی، چې چاودنه د هوټل پخلنځي ته نېږدې رامنځ ته شوې، خو نوعیت یې تر اوسه معلوم دی او څېړنې روانې دي.

تر اوسه پورې هېچا یا هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه