د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له هېوادونو د بنټ غوښتنه، په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د جرم کولو ملاتړ وکړۍ

21 جنوري 2026
له هېوادونو د بنټ غوښتنه، په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د جرم کولو ملاتړ وکړۍ

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د «بشريت په وړاندې د جنایت د مخنیوي او سزا» د خبرو اترو له پیل سره سم، له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر د بشریت په وړاندې د جرم ګڼلو څخه ملاتړ وکړي.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن (چهارشنبې د سلواغې اوله) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، چې دی په نیویارک کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په اړه د کاري ډلې (WGDAWG) سره یو ځای کېږي.

هغه پر دوام لیکلي: «زه د افغان ښځو د مانا لرونکي ګډون غوښتونکی یم او دولتونه هڅوم چې جنسیتي توپیر د بشریت په وړاندې د جرم ګڼلو په توګه ملاتړ وکړي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم دوه ورځې وړاندې له غړو هېوادونو غوښتي وو، چې باید د نوي تړون «د بشریت په وړاندې د جنایت مخنیوي او سزا ورکولو» په راتلونکو خبرو اترو کې، په افغانستان کې «جنسیتي توپير» د بشریت په وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغوی په اعلامیه کې ټینګار کړی وو، چې د دې تړون مشروعیت او اغېزمتوب یوازې په هغه صورت کې ممکن دی، چې د ښځو، نجونو او ټولو هغه کسانو، چې د جنسیت په دلیل موخه ګرځېدلې دي، مانا لرونکی ګډون په هغې کې و اوډل شي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د محرومیتونو په پلي کولو له هغې جملې، له شپږم ټولګي پورته له ښوونځي د نجونو راګرځول، د ښځو د کار پر حق سخت محدودیت او په عمومي ټولنیز ژوند کې د هغوی ګډون جرم ګڼلو سره د ښځو او نجونو د لرې کولو لپاره منظمه او بنسټیز پالي تعقیب کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه