د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق د جنسیتي توپیر د بشریت په وړاندې د جرم په توګه د پېژندلو غوښتنه وکړه

21 جنوري 2026
فایق د جنسیتي توپیر د بشریت په وړاندې د جرم په توګه د پېژندلو غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دې سازمان په پیلزه کمېټه کې د «بشریت ضد جرمونو د مخینوي او سزا په اړه د کنوانسیون» د مسودې پر اړتیا ټینګار کړی او جنسیت توپیر یې د بشریت په وړاندې د جرم په توګه د پېژندلو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: ښاغلي فایق تېره ورځ ناوخته (سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، «افغانستان کې ښځې او نجونې د منظمو او سیستماتیکو تاوتریخوالیو قرباني دي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په خپله وینا، کې د بشریت ضد جرمونو د مخینوي او سزا په اړه د کنوانسیون د مسودې ملاتړ وکړ او د ځانګړي تړون نشتوالی یې د «اغېزمن مخینوي او حساب ورکولو په وړاندې خنډ» ګڼلی دی.

هغه پر دوام خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشریت پر وړاندې جنایات، له هغې جملې خپل سرې نیونې، لاردکه کول، ربړونه، ځورولو او په زور کډوالي دوام لري.
فایق له زده کړو، کار، ټولنیز ژوند او عدالت ته له نه لاسرسي د ښځو او نجونو سیتماتیک محرومیت ته په اشارې ویلي، چې هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تاوتریخوالي اصلي هدف دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ټینګار کړی، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د «بشریت په وړاندې جنایت بېلګې» دي.

هغه «جنسیتي توپیر ته د بشريت په وړاندې د جرم په توګه د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده» او د «قربانیانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو خلکو لپاره د ملاتړ، ګډون او تاوان» په ورکولو یې ټينګار کړی دی.

فایق د خپلې وینا په پای کې و ویل، راتلونکی کنوانسیون باید داخلي مسوولیت پیاوړی کړي او نړیواله اغېزمنه همکاري هم باید تضمین کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم دوه ورځې وړاندې له غړو هېوادونو غوښتي وو، چې باید د نوي تړون «د بشریت په وړاندې د جنایت مخنیوي او سزا ورکولو»
په راتلونکو خبرو اترو کې، په افغانستان کې «جنسیتي توپير» د بشریت په وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغوی په اعلامیه کې لیکلي وو، چې طالبانو په ۲۰۲‍‍۱ کې د واک تر لاسه کولو راهیسې د محرومیتونو په پلي کولو له هغې جملې، له شپږم ټولګي پورته له ښوونځي د نجونو راګرځول، د ښځو د کار پر حق سخت محدودیت او په عمومي ټولنیز ژوند کې د هغوی ګډون جرم ګڼلو سره د ښځو او نجونو د لرې کولو لپاره منظمه او بنسټیزه پالي تعقیب کړې ده.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه