د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

خدیجه احمدزاده، هرات کې د ښځینه تکواندو زوزونکې د طالبانو له بنده خوشې شوه

23 جنوري 2026
خدیجه احمدزاده، هرات کې د ښځینه تکواندو زوزونکې د طالبانو له بنده خوشې شوه

هرات ښار کې ځايي سرچینې وايي، خدیجه احمدزاده، چې د ښځو د تکواندو روزونکې وه، د دولسو ورځو له تېرېدو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه.

رخشانه: د هرات په جبریل ښارګوټي کې لږ تر لږه دریو سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې دغه ښځینه روزونکې پرون (پنشنبې د سلواغې ۲ مه) له ماسپښين وروسته، د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.
یو سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې مېرمن احمدزاده پرون له ماسپښين وروسته شاوخوا ۳:۳۰ بجې د طالبانو له بنده راخوشې او په جبریل ښارګوټي کې خپله کور ته ستنه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې: «مېرمن احمدزاده د محکمې له تېرولو وروسته خوشې شوې ده. په محکمه کې هغه تورونه چې پر دې لګول شوي وو، ثابت نه شول او په همدې خاطر یې خوشې کړه.»

سرچینې تایید کړه، چې د مېرمن احمدزاده پلار او د هغه کور خاوند چې دې هلته پټ کلپ مخ ته وړلو هم خوشي شوي دي.

د هرات په جبرییل ښارګوتي کې یوې بلې سرچینې د ښځو د تکواندو د دغه زورنکې مېرمنې د خوشي کېدو د پخلي تر څنګ رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې هغه (روغ رمټه) کور ته ستنه شوې ده.

په هرات ښار کې د شیعه علماوو شورا یوه غړي هم د دې ورزشي روزونکې خوشي کېدل تایید کړل او ویې ویل، هغه «د محکمې د حکم پر بنسټ» خوشې شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې غړې او د دې څانګې روزونکې خدیجه احمدزاده، د مرغومي په ۲۰ مه نېټه، د هرات په جبریل ښارګوتي کې د یوه پټ ورزشي لوبغالي د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې وه.

د لوبو د دې ښځینه روزونکې نیونې، په خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه له ځانه سره درلودل. معرضو مېرمنو، د بشري حقونو فعالانو او د لوبو پېژندل شویو او مشهور څېرو د طالبانو له بنده دې د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه