د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې چوپتیا بې عدالتي ده

23 جنوري 2026
معترضې ښځې: د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې چوپتیا بې عدالتي ده

په جلاوطنۍ کې د آزادګان اعتراضي غورځنګ غړي وايي، د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې چوپتیا بې عدالتي ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو تېره ورځ (پنشنبې د سلواغې ۲ مه) د یوه اعترضي نندارتون په جوړولو سره، د خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو، سیاستونو او ځپنو په اړه خبر اعتراضي غږ پورته کړ.

دغه نندارتون د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولې د پوهاوي ورکولو، عدالت غوښتې او پاملرنې په پار جوړ شوی وو او په هغه کې، انځورونه، لیکنې، سمبولیک آٍثار او انځوریز اسناد نندارې ته وړاندې شول، چې په افغانستان کې د اوسني تریخه او اندېښمنوونکو بشري حقونو د وضعیت څرګندوی دي.

په جلا وطنۍ کې د آزادګان اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، د دې اثارو اصلي تمرکز د ښځو په وړاندې د پراخو محدودیتونو، د زده کړو، کار، فردي او ټولینزو خپلواکیو د حق او همدارنګه د مدني معترضانو د غږ ځپلو باندې وو.

د دې نندارتون جوړونکو ټینګار وکړ، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان خلک او ښځې، د تبیعض، ټولینز حذف او اساسي حقونو له سخت نقض سره مخ دي او د دې وضعیت په وړاندې چوپتیا، د ظلم او بې عدالتۍ د عادي کولو په مانا ده.

په جلا وطنۍ کې د آزاده ګان اعتراضي غورځنګ غړو دغه اعتراضي نندارتون په جوړېدو سره، په افغانستان کې د انساني بحران او بشري حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې، بشري حقونو د بنسټونو او دولتونو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه