د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۴ تنه په دورو وهلي

23 جنوري 2026
طالبانو د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ تنه په درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي

AFP

طالبانو روانه اوونۍ په کابل، بلخ، فاریاب، بغلان، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۳۴ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د جنسي اړیکې، نامشروع اړیکې، له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد، د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور، قاچاق او کارونې، غلا او دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تورونو په دې شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (د مرغومی ۲۷ مه) یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور، کابل کې د طالبانو د ښاري ابتدایه محکمې د دریم زون له خوا ۳۹ دورې وهل شوی او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

یکشنبې د (مرغومي ۲۸ مه) یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور، کابل کې د طالبانو د ښاري ابتدایه محکمې د څلورم زون له خوا ۳۵ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

دوشنبې د (مرغومي ۲۹ مه) د یوې ښځې په ګډون څلور تنه، د نامشروع اړیکې، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو په فاریاب او بغلان ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.
د یوې ښځې په ګډون درې تنه د نامشروغ اړیکې او له کوره د تېښتې په تور د فاریاب ولایت په خواجه موسی او قرمقول ولسوالیو کې د خلکو په وړاندې له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي. له دې کسانو دوه تنه په درې کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یو تن له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تور په بغلان ولایت کې ۲۵ دورې وهل شوی او په شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

سه شنبې د (مرغومي ۳۰مه) د دوه ښځو په ګډون ۱۹ تنه د نامشروع اړیکې، له کوره د تېښې، نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور، قاچاق او کارونې په تور په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

درې تنه د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ۳۹ دورې وهل شوي. معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

د دوه ښځو په ګډون ۱۶ تنه د نامشروع اړیکې، له کوره د تېښتې، نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور، قاچاق او کارونې په تور په ننګرهار کې د خلکو په وړاندې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره موده بند محکوم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

چهارشنبې د (سلواغې اوله) د یوې ښځې په ګډون نهه تنه د غلا، له واده بهر جنسي اړیکې او د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې په تور، په کابل او هرات ولایتوو کې په دورو وهل شوي دي.

شپږ تنه د غلا په تور کابل کې د طالبانو د ابتدایه محکمې د څلورم زون له خوا د ۲۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه او درې کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون درې تنه د دوه نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکې او له واده بهر جنسي اړیکې په تور د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۱ تر ۳۱ دورې وهل شوي او په یوه کال او شپږ میاشتې او دوه کلونو تنفذي بند محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه