د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: ۲.۲ میلیونه نجونې افغانستان کې له زده کړو بې محرومې دي

24 جنوري 2026
ملګري ملتونه: ۲.۲ میلیونه نجونې افغانستان کې له زده کړو بې محرومې دي

یونیسف

د ملګرو ملتونو، علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) او د دې سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له زده کړو بې محرومې دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (شنبې د سلواغې ۴ مه) د زده کړو نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د زده کړو حق د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.

د یونیسف او یونسکو په ګډه اعلامیه کې راغلي «زده کړې یو بشري بنسټیز حق او هر ماشومانو او ځوان لپاره د سولې، کرامت او یوه فرصت ستنه ده.»

اعلامی کې راوړل شوي، افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې په هغه کې د نجونو او ښځو لپاره منځۍ او لوړې زده کړې، په بشپړه توګه منع کړای شوې دي.

یونیسف او یونسکو ویلي، د طالبانو د محدودیتونو په پایله کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې منځیو ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړای شوې، هغه امر چې د هغوی راتلونکي فرصتونه او د هېواد پراختیا یې په شدت سره محدودوي.

دغه دوه بنسټونو ټینګار کړی، چې افغانستان د یادولو له پراخ بحران سره مخ دی او کابو ۹۳ سلنه ماشومان د ابتدایه دورې په پای کې هم د لوستلو مهارتونو ته لاسرسی نه دی موندلی.

په افغانستان کې د یونسکو د دفتر سرپرست سوهیون کیم ویلي دي: «کله چې زده کړو ته د نجونو لاسرسی ترې اخیستل کېږي، د هغوی بیه یو ملت پرې کوي. د بنسټیزو زده کړو ځواکمنتیا او له ښځینه ښوونکو ملاتړ، د افغانستان د زغم لپاره حیاتي او بنسټیزه پانګونې دي.»

افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین اویواله هم ویلي، افغانستان دا مهال په بېړنۍ توګه، ښځینه ښوونکو، نرسانو، روغتیايي کارکوونکو او ښځینه ډاکترانو ته اړتیا لري.

هغه د زده کړو او روغتیا په برخو کې د ښځو پر رول ټينګار کړی ویلي دي «په داسې شرایطو کې چې ښځې یوازې د ښځو له خوا درملنه کېږي، که چېرې نن له زده کړو محرومې کړای شي، په راتلونکې کې به څوک له ناروغو نجونو او ښځو څارنه وکړي؟»

یونسکو او یونیسف په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې د بېړنۍ اقدام او پانګونې غوښتنه کړې او د ټولو لپاره زده کړې ته د بشپړ، خوندي او ټول شموله لاسرسي په ډاډمنولو یې ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د دې ورځې په ویاړ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زده کړه یو انساني حق دی.

هغه لیکلي، په نړۍ کې شاوخوا ۲۷۲ میلیونه ماشومان او نوي ځوانان، د بېوزلۍ، تبعیض، جګړو، کډوالۍ او نورو بلاو له امله زده کړو ته لاسرسی نه لري.

په ملګرو ملتونو پورې اېکس پاڼې هم د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې «په ډېری هېوادونو کې ښځې او ځوانې نجونې زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې له تبعیض او یا څنډې ته کولو سره مخ کېږي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه