د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي ټولنې، برېتانیا او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د نجونو په زده کړو ټينګار وکړ

24 جنوري 2026
اروپايي ټولنې، برېتانیا او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د نجونو په زده کړو ټينګار وکړ

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر، د برېتانیا ځانګړي استازي او د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت، زده کړو ته د ښځو او نجونو په لاسرسي ټینګار کړی دی.

رخشانه: د اروپايي ټولنې دفتر نن (شنبې د سلواغې ۴ مه) د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت په دې بنسټ پورې تړلې اېکس پاڼه لیکلي، کیفیت لرونکې زده کړې او ورته لاسرسی یو اساسي حق دی.

دې سازمان په افغانستان کې د پوهنې ملاتړ ته ژمنتیا وښوده او ویلي یې دي، چې له بېلا بېلو سازمانونو سره په ګډه کار کوي، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې هېڅ ماشوم له زده کړې پاتې نه شي.
اروپايي ټولنې ویلي، به افغانستان کې یې د ښونځیو د ماشومانو د تغذیې د ښه کولو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد لندسي هم ویلي، چې دی د نجونو د زده کړو له حق څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي لندسي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، برېتانیا له طالبانو غواړي، چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي، تر څو وکولی شي زده کړو ته لاسرسی ولري، ځکه لوستې نجونې د افغانستان په ګټه دي.
د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ ویلي، د ښځو او نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، د افغانستان په راتلونکې منفي اغېز کوي.

ښاغلي بنټ په خپله اېکس پاڼه، ټول ماشومان او ځوانان باید تل وتوانېږي، کیفیت لرونکو او لوړو زده کړو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره، په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي «دا محدودیتونه نه یوازې د هغوی په ژوند، بلکې د هېواد په راتلونکې اغېز کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

یونسکو او یونسف سازمانونو هم نن د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې لیکلي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې، د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې شوې دي.

دې دوادو بنسټونو په افغانستان کې د زده کړو حق د خوندیتوب لپاره د بېړنیو ګامونو پورته کېدو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دي، چې د نجونو او ښځو لپاره په کې منځنۍ او لوړې زده کړې په بشپړه توګه بندې شوې دي.

نجونې او ښځې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته، کابو څلور کاله وړاندې د زده کړو له حق څخه محرومې کړای شوې.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه