د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو بدخشان کې د ښځو لپاره د ځانګړي عکاسۍ فعالیت ودراوه

24 جنوري 2026
طالبانو بدخشان کې د ښځو لپاره د ځانګړي عکاسۍ فعالیت ودراوه

د طالبانو له لوري له کوره بهر د ښځو په کارکولو د بندیزونو په لړ کې بدخشان کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو، د ښځو لپاره د یوې ځانګړې شوې عکاسۍ فعالیت هم له یوه کاله وروسته ودراوه.

رخشانه: د دې عکاسۍ دوه تنه کارکوونکو رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، د دې عکاسۍ د تړلو شفاهي امر، تازه بدخشان کې د امربالمعروف ریاست له لخوا صادر شوی دی.

دغه عکاسي د ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د یوې ښځې له لوري پرانستل شوه.

یوې سرچینې د هویت خوندي ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو دوی ته خبر ورکړی چې «ښځې نه باید له کوره د باندې کار وکړي» او دوی اړ شوې، چې خپل فعالیت ودروي.

هغې ویلي، له زده کړو څلور تنه بې برخې ځوانو نجونو په دې عکاسۍ کې کار کاوه، خو په تړل کېدو سره یې ټولې بېکاره او په کور کېناستې.

د دې عکاسۍ یوه کارکوونکې په (مستعار نوم) جمیله وايي: «د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو مو په عکاسۍ کې کار کاوه. ټول څه [محدودیتونه] نېږدې هېر شوي وو، خو اوس بیا بېرته کور ته ورګرځېدم. اندېښمنه او ستومانه یم.»

د دې عکاسۍ یوه بله کارکوونکې وايي، څه موده وړاندې د امربالمعروف ځواکونو د دوی یوه پایه کمره «له ژوندیو موجوادتو د انځور اخیستو» په تور درې ونیوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

هغې ویلي دي: «کمره مو یوه کس ته د واده په ورځ په کرایه ورکړې وه. کله چې هغوی د انځور اخیستو لپاره تللي وو، طالبانو کمره ترې نیولې او ویلي یې وو، له ژوندیو موجوداتو انځور اخیستل منع دي.»

طالبانو په هېواد د خپلې واکمنۍ په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، د نجونو او ښځو پر اساسي حقونو او خپلواکیو د محدودیتونو لګولو تر څنګ، له کوره بهر هم د هغوی فعالیت بند کړی دی.

د دې محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې هغه ښځې او نجونې چې د خپلو کورنیو ډوډۍ راوړونکې وې او په دولتي ادارو او یا خصوصي سکتور کې یې کار کاوه، بېکاره او پر کور کېناستې.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه