د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو زده کړه د ښځو ځپلو او له ټولنې د محرومیت وسیله ګرځولې

26 جنوري 2026
طالبانو زده کړه د ښځو ځپلو او له ټولنې د محرومیت وسیله ګرځولې

د «افغان ښځو د خپلواکه اعتراضي غورځنګونو ائتلاف» اعلان کړی، چې طالبانو په خپلو محدویتونو سره، زده کړه د ښځو د ځپلو او له ټولنې د محرومت وسیله ګرځولې ده.

رخشانه: دغه افغان ښځو د خپلواکه اعتراضي غورځنګونو ائتلاف د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، زده کړه د هر انسان بنسټیز او نه انکارېدونکی حق، د ټولنیز عدالت، تل پاتې پراختیا او انساني کرامت بنسټ دی.

هغوی زیاته کړې، د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه او د هېواد د راتلونکې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

افغان ښځو د خپلواکه اعتراضي غورځنګونو ائتلاف په اعلامیه کې راغلي «له زده کړو د ښځو محرومول، د واک د دوام لپاره لارښود شوی اقدام، د نابرابرۍ پراختیا او د ټولنیزې پوهې غلي کول دي.»

معترضو مېرمنو لیکلي، له زده کړو د ښځو محرومول «بېوزلي، تاوتریخوالی او ټولنیزه پاشلتیا» له ځان سره لري او د هغې مسوولیت نېغ د هغو د عاملینو او ملاتړو د سیاستونو پر غاړه دی.

دوی له نړیوالې ټولنې، نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول له بشري حقونو د پراخه د پراخه او سازمان شوې سرغړونې په توګه په رسمیت وپېژني او په نړیوالو اسنادو کې د هغې په ثبتولو سره، د دې پالیسیو د عاملینو مسوولیت مننه تضمین کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

افغان ښځو د خپلواکه اعتراضي غورځنګونو ائتلاف همدارنګه پر طالبانو د ګټور هدفمند او مسوولانه سیاسي او حقوقي فشار د راوستلو غوښتنه کړې ده.

معترضو ښځو له مدني فعالانو، د ښځو له غورځنګونو، بشري حقونو له بنسټونو او رسنیو غوښتي، چې له افغان ښځو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي او د زده کړې حق لپاره مبارزه په یوه نړیواله او سازمان شوې غوښتنه بدله کړي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه