د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له طالبانو غوښتي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونو لرې کړې

26 جنوري 2026
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له طالبانو غوښتي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونو لرې کړې

ایکس رُزماری دی کارلو

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی دفتر (یوناما) وايي، د سیاسي او سولې په چارو کې د دې سازمان د سرمشني مرستیالې روزماري ډی کارلو، له طالب چارواکو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې پر افغان ښځو او نجونو ټول لګول شوي محدودیتونه لرې دي.

رخشانه: یوناما پرون (یکشنبې د سلواغې ۵ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، په سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې رسمي سفر پای ته ورسېده.

یوناما لیکلي، هغې د دې سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو، کابل کې د دیپلوماتیکې ټولنې، ښځو، مدني ټولنې له استازو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ښځینه کارکوونکو سره ولیدل.

اعلامیې راوړي: «ډي کارلو له طالب چارواکو سره په لیدونو کې، د ملګرو ملتونو په ښځینه کارکوونکو او زده کړې، کار او په ټولنه کې عامه ژوند ته د افغان ښځو په لاسرسي، د پراخو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده او د دې محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه یې وکړه.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له طالبانو غوښتي، چې «د دوحې پروسه کې په فعاله او هر اړخیزه توګه برخه واخلي او خپلې نړیوالې ژمنې، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا ځلي ادغام لپاره اړینې دي، عملي کړي.»

همدارنګه هغې د افغانستان له پولو د بشري مرستو په آزاد لېږد ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

ډي کارلو د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو د هغوی د حیاتي او ارزښتناکه رول ستاینه او له هغوی سره یې خپل پیوستونو څرګند کړ.

روزماري ډي کارلو هم په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې افغانستان ته یې د خپل سفر او له طالب چارواکو سره د لیدونو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو په ښځینه کارکوونکو د لګولو شویو محدودیتونو د لغوه کېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغې لیکلي چې «هغه افغان ښځې چې له ملګرو ملتونو سره کار کوي، باید وکولی شي خپل دفتر ته بېرته ستنې شي، تر څو د افغانستان د خلکو خدمت وکړي.»

مېرمن ډي کارلو ویلي، له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره یې لیدنه کې، د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې او د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د ټولو لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو غوښتونکې شوه.

په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رسمي سفر په داسې حال کې پای ته رسېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، کې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې کړای شوې دي.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه